ولې د ورځې له خوا ورځپاڼه نه مطالعه کوو؟

لیکواله: فاطمه اعظم

126

اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه

۱ـ ولې د ورځې له خوا ورځپاڼه نه مطالعه کوو؟

زما په اند د ورځې له خوا د ورځپاڼو نه مطالعه کولو یو لامل دا دی چې په افغانستان کې د ورځپاڼو وېش نه دی رواج او خلک ورسره عادت نه دي، لکه څنگه چې په نورو هېوادونو کې ارزښت ورته ورکول کېږي، هره ورځ ورځپاڼې له نویو پېښو او خبرونو سره خپرېږي. په افغانستان کې دومره دود نه دي، موږ گورو چې نورو هېوادونو کې دوی هر سهار د سهارنۍ پر مهال دوی ورځپاڼه مطالعه کوي.

همداسې ډېر نور عوامل او دلیلونه هم لري چې له هغو څخه اقتصادي ستونزې دي چې زموږ مطبوعات دومره توان نه لري، څو وکولای شي چې تر عامو خلکو پورې ورځپاڼې ورسوي، نو ځکه موږ ادعا نه شو کولای چې په ټوله کې زموږ په هېواد کې ورځپاڼې نشته.

مهم دلیل یې زما په اند بې سوادي ده، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د تعلیم په ډگر کې ډېر کار وشو خو په لرې پرتو سیمو کې لا د تعلیم د لوستل لمن نه ده رسېدلې او خلک یې بې سواده پاتې شوي دي.

بل علت یې د ورځپاڼو نه مطالعه کولو دلیل مېډیا یا رسنۍ ده چې اوس وخت کې مېډیا په ډېره اندازه د مطبوعاتو ورځپاڼو، مجلو، کتابونو ځای نیولی دی. دوی له مېډیا څخه هر ډول معلومات ترلاسه کولای شي چې رسنیو په ډېره کچه زموږ د ځوانانو وخت نیولی دی.

د ورځپاڼو مطالعه کول بې شمېره گټې لري، لویه گټه یې دا ده چې د نړۍ په ورځنیو حالاتو څخه ځان خبرولی شو، څوک چې ورځپاڼه مطالعه کوي، دوی له نویو معلوماتو نیولې تر بدلونو، اختراعاتو، څېړنو… پورې تازه معلومات ترلاسه کوي او دا د دې سبب گرځي چې د دوی ذهنیت عصري او اپډېټ وي.

بله گټه یې د علم د کچې لوړېدل دي؛ هره ورځ مطالعه کول د ورځپاڼو لوستلو سره موږ ډېر نوي ژبني لغاتونه زده کوو او هغه بیا موږ په ورځنیو خبرو کې ترې گټه اخلو چې په دې سره زموږ د زده کړو کچه لوړېږي.

او که همداسې د ورځپاڼو مطالعه کولو ته ادامه ورکړو، دا په مستقیم ډول زموږ په نسلونو کې ډېر مثبته اغېزه لري، په کومه کورنۍ کې چې مشران یې ورځپاڼې مطالعه کوي د ماشومانو یې هم له مطالعې سره شوق پیدا کېږي.

زما اوس هم یادېږي، که څه هم ډېره لویه نه وم، خو په لیک لوست ډېره نه پوهېدم، زما ورور به هره ورځ ورځپاڼې راوړلې، د دوی مطالعه کولو وروسته به زما لاسته راتلې، په ورځپاڼو کې خبرونه، نویې پېښې او نور مسایل و چې یوه برخه به یې د ماشومانو لپاره وه، په هغې برخه کې به د کارتونونو رسامي کول، ورک شوي لغاتونه پیدا کول، او پېچلې لارې چې د سمې لارې پیدا کول، ما ته به یې ډېر خوند راکوه، رسامي وروسته به مې ورځپاڼه هم لوسته بس گوډ مات لوست مې کاوه.

که چېرې زموږ دولت دا زمینه برابره کړي چې د ورځپاڼو چاپ ډېر شي او د عامو خلکو پورې ورسېږي نو ډېر امکان لري چې د ورځپاڼو لوستل عام شي او دود وگرځول شي.

۲ـ ولې مجله د خپلې مطالعې لپاره نه غوره کوو؟

کوم دلایل مو چې د ورځپاڼو نه مطالعه کولو لپاره یاد کړه، تر ډېره د‌‌ مجلې نه مطالعه کولو لپاره هم یادول کېږي، چې اقتصادي ستونزې او مطبوعات نه شي کولای په ډېره کچه مجلې چاپ کړي او تر ټولو یې ورسوي، همداسې د ولس بې سوادي او نه مطالعه کول چې زموږ خلک له مطالعې سره خاص شوق نه لري. ورسره د بوختیاوو له امله هم پخوا په څېر ورځپاڼه او مجلې نه مطالعه کېږي.

همدارنګه د ټکنالوژي پرمختگ تېرو څو کلونو کې تلویزیونونه، سمارټ موبایلونه، کمپیوټر، لیپټاپ…. چې له دې څيزونونه گټه اخیستل، خلک یې له کتابونو، مجلو، ورځپاڼو څخه لرې گرځولي او لرې ساتلي.

حل لارې:

۱ـ په دولتي بنسټونو، ادارو، پوهنتونونو او نورو ځایونو کې مجلې او ورځپاڼو رسېدلو ته لومړیتوب ورکړل شي.

۲ـ په لومړیو کې یې په بازارنو کې یې په وړیا ډول وېشنه پیل شي.

چې په دې کار سره به د پخوا په څېر د مجلې لوستونکي ډېر شي او د مجلو او ورځپاڼو مطالعه به عام شي.

مجلې گټې بې شمېره دي چې د ځینو یادونه یې لازم گڼم؛ مجلې د معلوماتو عمده سرچینې تشکیلوي، مجلې د لوستونکو د تفریح او سرگرمیو لپاره هم غوره انتخاب دی، همدارنگه د فکر جوړونې او ذهن سازي لپاره هم پراخه کاروونه لري.

په مجله کې گلچین معلومات ترلاسه کېږي چې تحقیقاتي یا څېړنیزې لیکنې، جامع او هر اړخیز معلومات، فکري لیکنې، ژوند پېښې یا شخصي لاسته راوړنې، جالب او گټور معلومات لاسته راوړلی شو. همداسې د وخت له پلوه د مجلو وېش هم توپیر کوي: اوونیزه، پنځلس ورځنۍ، میاشتنۍ… په ټولنه کې مثبت بدلون راوستل، خلکو ته سواد ښودل، د تبصرو خپرول، د اعلاناتو خپرول او نور گټورو معلوماتو سرچینې بللی شو.

fatimaazam808@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.