د دې ستر استقلال ورځ دې ټول افغان ولس ته مبارک وي!
په ۱۹۱۹ م کې افغان ځواکونو د پکتیا په جبھه کې د نادر خان تر مشرۍ لاندې ټل، واڼه او ورسرہ شاوخوا نورې سیمې لاندې کړې.
د چترال په جبھه کې جنرال عبد الوکیل نورستاني د چترال ډیری سیمې له انگریزانو ونیولې.
په کندھار کې د افغان ځواکونو مشر عبد القدوس خان پخپل سر کفن وتاړہ او سیمه یې د انگریز او د ھغوی له تالي څټو پاکه کړہ.
د مشرقي جبھې د صالح محمد خان له غدر سرہ سرہ، بیا ھم خیبر او لنډیکوتل فتحه کړل.
انگریز پرله پسې ماتو اړ کړ، متارکه اعلان کړي.
امان الله خان راولپنډۍ ته د سردار احمد خان تر مشرۍ لاندې ھیئت واستوہ او ھلته انگریزانو د افغانستان سیاسي استقلال ومانه!
پوښتنه دا دہ چې موږ ولې د پینډۍ په قرارداد کې د افغانستان له نیمې برخې تیر او د ډیورنډ کرښې ھغه بلې خواته ایسار پاته شو؟!
موږ ولې فتحه شوې سیمې د چترال، لنډیکوتل، ټل او واڼې په شمول بیرته انگریزانو ته پریښودې؟
ځینې تاریخ لیکونکي د فتحه شویو سیمو د بیرته پریښودو پړہ پر علي احمد خان اچوي.
ویل کیږي محمود طرزي یې د افغان ھئیت د مشر په توگه پر ټاکنه خوښ نه و. امان الله خان ھم پرې غصه و او تر را ستنیدو پس یې له دندې گوښه او د یو څه مودې لپارہ نظر بند کړ.
ماته دا دلائل د غازي امان الله خان بربنډو حماقتونو ته پرتوگ گنډل ښکاري، ځکه ھیڅ ھئیت پخپل سر کوم کار نشي کولای تر څو له برہ ھدایت نه وي.
ته وا گواکې داسې یو تړون به چې د یوہ ملت برخلیک ټاکي، د مشرتابه له ھدایت او لارښوونې پرته لاسلیک شوی وي؟!
د انگریزي ھئیت مشر سر ھمیلتون گرانت ( Sir Hamilton Grant ) به د خپل کار راپور ھر ماښام د تار په ذریعه کلکتې او لندن ته ورکاوہ او بیا به یې له ھغه ځایه نوي ھدایات اخیستل. ھمدا کار به غالباً افغان ھیئت ھم کاوہ.
که دا ومنو چې افغان پلاوي د راولپنډۍ تړون بې د کابل له ھوکړې لاسلیک کړی و نو بیا د داسې استقلال لمانځل څه مانا چې خپله اخیستونکی یې پر خبر او خوشاله نه و؟!
که دا ومنو علي احمد خان او ورسرہ پلاوې کوتاھي کړې، بیا ھم د پړې گوته نیغ په نیغه امان الله خان، طرزي او د کابل نورو واکدارانو ته لکیږي!
ماته داسې بریښې ځوان، بې علمه او کم تجربې شاہ د انگریز د سیاسي تاکتیک ښکار شو.
ھغه مھال حالات داسې جوړ ول چې د غزا اعلان شوی و او ټول ولس د جھاد په جذبه سمبال، ھر راز سرښندنې ته تیار و.
زما په اند د راولپنډۍ په تړون کې په اوسني افغانستان قناعت کول یوہ داسې سیاسي خطا وہ چې ان تر دې دمه یې افغان ولس قیمت اداء کوي!
که زما اند خطا وي، ھیله دہ کوم ملگري مې د تاریخي شواھدو او منطقي دلایلو په رڼا کې پوہ کړي!
والله اعلم
________________________
د اگست ۱۹/ ۲۰۲۵ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.