افغانۍ له کاغذه تر ډېجټلې پورې

لیکنه:- نیک محمد نیکمل ــ کابل

171

افغانۍ ، زموږ د اقتصاد څېره، له کلونو راهیسې د کاغذ په بڼه د هر لاس او هر جېب له سفره ستړې شوې ده. له بازارونو تر لارو کوڅو، له دوکانونو تر هټیو، هره ورځ د زرګونو ګوتو لمس ویني، زړېږي، څنډې یې شلېږي، او رنګ یې د وخت په تېرېدو مړاوي کېږي. زموږ په ډېرو جیبونو کې افغانۍ نه د عزت په جامه کې ساتل کېږي او نه هم د راتلونکي لپاره د یوه ملي ارزښت په توګه.

خو د نړۍ ساعت لا ډېر وړاندې تاو شوی دی. په ډېرو هېوادونو کې پیسې نور نه د کاغذ په بڼه راکړه ورکړه کېږي او نه د سکو په شرنګ باندې سودا تړل کېږي. اوس د پیسو رګونه د انټرنېټ له لارو تېرېږي، د موبایل له سکرینونو تیریږي، او په یوه کیکاږه له ښار نه کلي ته، له یوه هېواد نه بل ته رسي.

افغانستان که غواړي د وخت په کاروان کې شاته پاتې نه شي، باید افغانۍ له کاغذه راوباسي او په ډېجټلي بڼه یې د اصولو تر سیوري لاندې ژوندی کړي. داسې افغانۍ چې نه زړېږي، نه له جېبونو ورک شي، نه د غلا او جعل ښکار شي. افغانۍ چې د کلیو له وړو هټیو تر ښارونو د سوداګریزو مرکزونو پورې په اسانۍ وګرځي او د ولس باور پکې پیاوړی پاتې شي.

دا سفر، له کاغذه تر ډېجټلې پورې، یوازې د پیسو بڼه نه بدلوي، بلکې د اقتصاد، کلتور او ملي وقار لپاره یوه نوې پاڼه پرانیزي. که نن یې پیل کړو، سبا به زموږ افغانۍ د زمانې له سیالیو نه یوازې خوندي، بلکې مخکښه هم وي.

د نړۍ بریالي ماډلونه
زه به درې نړیوالې تجربې د افغانستان د شرایطو په نظر کې نیولو سره وړاندې کړم:

الف) ډیجیټل پیسې او ګرځنده بانکداري – کینیا (M-Pesa)
په کینیا کې د موبایل له لارې پیسو انتقال د خلکو ورځنی عادت شوی.
د بانکي حساب اړتیا نشته، یوازې د موبایل نمبر کافي دی.
امنیت یې د PIN کوډ او مرکزي بانک د څار له لارې خوندي شوی.

ب) مرکزي بانک ډیجیټل اسعار (CBDC) – چین (Digital Yuan)
د مرکزي بانک له خوا چاپېدونکي ډیجیټل اسعار د فزیکي پیسو بدیل دي.
د انټرنېټ او آف‌لاین کارونې دواړه امکانات لري.
د خلکو باور د دولتي ضمانت له امله لوړ دی.

ج) د بانک کارتونو عامول – ترکيه او مالیزیا
د ډیبیټ او کریډیټ کارتونو عام استعمال، حتی د وړو معاملو لپاره.
د ATM او POS ماشینونو پراخې شبکې.
د اسلامي بانکدارۍ اصولو سره سم دي دتطبیقسي.

د افغانستان د شرایطو لپاره وړاندیزونه

ډیجیټل پیسو سیسټم جوړول
د افغانستان بانک د “مرکزي ډیجیټل افغانۍ” چاپ کړي، چې د بانکدارۍ اصولو سره سم وي.
د موبایل اپلیکیشن او ساده USSD کوډ دواړه، تر څو بې‌سواد خلک هم وکارولی شي.

د موبایل بانکدارۍ پراخول
دSalaam او Telecom او Awcc او Atoma له لارې د افغانۍ ډیجیټل والېټ یا بټوي
د کلي او ښار ترمنځ فوري انتقال، پرته له بانکي څانګې ته تګ.
د سوداګرو او هټیوالو لپاره د QR کوډ تادیه.

د نوټونو د ساتنې فزیکي حلونه
د نوټونو نوي چاپ د لوړ کیفیت سره.
د بټوې د کارونې عامه کمپاین.
د زړو نوټونو منظم راټولول او له منځه وړل.

د امنیت او شفافیت لپاره ګامونه
د ډیجیټل تادیاتو د څار لپاره د مرکزي بانک ځانګړی څانګه.
د جعل، هک او سایبري جرمونو لپاره قوي جزايي قانون.

ګټې
له غلا او ضایع کېدو خوندي پیسې.
نوي او پاک اسعار په دوران کې پاتې کېدل.
د سوداګرۍ اسانتیا او د وخت سپما.
اقتصادي شفافیت او د اداري فساد کمېدل.
د اسلامي اصولو سره برابر مالي سیستم چې د خلکو باور زیاتوی
نو دافغانۍ دا اوږد مزل به بل پړاو ته واوړي په نوي بڼه به وپیږندل سي .
درنښت …. یارب 🤲🏻

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.