!انسانان نه دي ګرم

137
انسان ټولنیز موجود دی او اړ دی چۍ د خلکو منځ کې ژوند اختیار کړي.انسان نشي کولی یواځۍ ژوند وکړي .که چېرته یو تن او یا هم یوه کورنۍ او یا یوه ډله خلک وغواړي له نورو انسانانو لرۍ او یواځۍ ژوند اختیار کړي دا کار هېڅ امکان نشي پیدا کولی.
انسان جامو،خوراکي توکو،راکړې ورکړې ته اړتیا لري.همدا اسباب انسان دۍ ته اړ کوي چې په یوه ډول نه په یوه ډول انسانانو سره ښکیل وي.یادو مجبوریتونو او اړتیاوو باندې هغه سیاسیون،واکمن،سوداګر او د هرې برخې وتي کسان پوهېږي او برخلیک د ژوندانه همدوی ورته ټاکي.
همدا یاد شوی ټولګی د انسانانو د میلیونونو انسانانو ژوند تر څار لاندې لري او ساتي .
همدا یاد شوی ټولګی د دین،ژبۍ،مذهب،رنګ،سمت،قوم او ورته نومونو په کارولو سره پر خلکو حاکم او د ځان د بساېنې لپاره خپل کنترول ساتي.یاد ټولګی وخت ته په کتو فکري،ذهني او سوداګریز فکرونه رامنځ ته کوي چې له بېلابېلو لارو یې پر خلکو تحمیلوي.دلته د تحمیل کلمه ځکه وکارول شوه چې هېڅکله انسان نه غواړي داسې عمل تر سره کړي چې په هغه کې دې ځانته خطر مخ کړي خو همدا یاد شوی ټولګی د انسانانو خلک دې ته اړ کوي چې خپل ژوند خطر سره مخ کړي او د خپل همنوع انسان ژوند ته د پای ټکی کېږدي.
نړۍ د ژوند کولو لپاره خدای پیدا کړۍ تر څو خلک پکې ژوند وکړي او انسانان له ژوند څخه خوند تر لاسه کړي.
له بده مرغه نن دا په انسانانو منل شوۍ چې چېرته ژوند وي هلته ناخوالې،جګړې،وژل او جرمونه شتون ولري او دا فکز او باور په مونږ منل شوی .
کله چې انسان کرکه ،کینه او جګړه خپرولی شي نو بیا ولې مینه،سوله او عاطفه نشي رامنځ ته کولی؟
هو!
دلته مالومېږي جې انسانان خپل واک نه دي او برخلیک یې یاد شوی ټولکی ټاکي.
تاسو ته حتمآ پوښتنه را ولاړېږي چې انسانان خو له پېړیو،پېړیو را دېخوا ژوند کوي او د انسان عمر هم دومره نه دی چې یو ټولګی د دوی برخلیک تر څار لاندې ولري.
پوښتنه پر ځای ده خو د یوه ټولګي انسانانو یادونه به تر هغه دوام مومي تر څو دا نړۍ شتون ولري له بده مرغه دا به وي او خلک به څاري.
د څارونکي ټولګي یو تن که مري نو پر ځای یې د نوموړي د کورنۍ غړی او یا هم د ټولګي د باور کس ورته واک ورکول کېږي.دا لړې دوام مومي او انسانان د دوی د خوښې ژوند باید اختیار کړي.
نن مونږ او تاسو ګورو چې د رسنیو،فلمي صنعت،کتابونو،مقالو،موسیقي او ممبر له لارې د انسانانو د ژوند برخلیک ټاکل کېږي.
همدا وساېل دي چې د پیسو ،واک او شهرت ته د رسولو په پار انسانانو کې د مرک او تبعیض بازار ګرم ساتل کېږي.د یادو وساېلو اغېزه دومره ډېره ده چې تاسو یې یوه ثانیه هم فکر نشی کولی.تاسو یې دی ته اړ کړي یاست چې د دوی د خوښۍ ژوند اختیار کړې.
دوی دومره خلاص لاس لري چې د هر انسان د جامو،عقیدۍ،باور،خوراک،څښاک او د ژوند کولو د هرۍ برخۍ اختیار یې خپل کړی دی.
نن د نړۍ د وګړو شمېر له اته میلیاردو اوښتی چې همدا په خپله ښکارندویي د دې کوي چې انسانان په بېلابېلو ژبو وغږېږي او بېلابېل باورونو باندې باور ولري.هېڅکله د یوۍ سیمۍ اوسیدونکی او یا خلک نشي کولی د نورو باورونو او ژبو ته په سپکه وګوري.
د یادو باورونو او ژبو رامنځ ته کېدل د هرۍ سیمۍ د خلکو خپل ټاکل شوي حقوق دي چې دوی پکې ځان ته د ژوندانه چاپېریال جوړ کړی او پکې خپل ژوند مخ ته وړي.
مونږ باید دا حق ځانته ورنکړو تر څو یوه کس ته د تور،سپین،زېړ او یا سور او یا هم د مسلمان،عیسایي او بودایي په نوم سره کرکجنه نظریه خپره او یا هم وکاروو.
د هېڅ یو ه انسان غوښتنه دا نه چې تور،سپین،سور یا زیړ او یا هم په یوه مسلمانه او یا هم د بل باور سره نړۍ ته راشي.
د هر یوه بنیاد د ژوند یې کورنۍ او بیا په هغه ټولنه کې چې ژوند کوي ټاکي.
یاددښت:انسانان د مار په څېر تل پوستکی بدلوي.
همدا انسانان دي چې کله د عدالت غوښتونکي شي او کله هم له غلو،فاسدو او قاتلینو سره په یوه کیښتۍ کې ناست او د وسې مطابق برخه پورته کوي.همدا انسان دی چې کله غل شي او کله هم د حق د لارې مبارز وي.
دا ټول هغه حقاېق دي چې انسان ورته ناتوانه او کنترول یې د ده له وسه وتلې خبره ده.

!عقده

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.