د پاچا امان الله
هلی ځلی د خپلواکۍ د بنسټیزو اصولو
د ټینګیدو په لور
د خپلواکی د ۱۰۶ مه کلیزی په مناسبت
د خپلواکی نه مخکی د افغانستان حقوقی دریځ :
افغانستان هیڅ کله د انګریزانو مستعمره نه وو : انګریزانو په اوږد مهاله ډول په افغانستان کی استعماری فوج نه درلود . افغانستان لکه نورو مستعمره هیوادونو د انګریزی صنعتی کمپنیو د صنعتی توکو د خرڅولو بازار او د اومه توکو د رانیولو هیواد نه وو .
په هندوستان کی دانګریزانو د شته والی په اوږدو کی ، افغانستان د « بفرستت » یا حایلی سیمی په توګه حقوقی حالت درلود .
نوموړی حقوقی حالت افغانی سلاطینو ته په کورنیو چارو کی بشپړ صلاحیت ورپه برخه کړی وو . خو د دوی خپلواکی په بهرنیو اړیکو کی د ځینی محدودیتونو سره مخ وه : افغانی واکمنانو په خپلو اړیکو کی یوازی د هغه هیوادونو سره چه د انګریزانو سیاسی سیال ګڼل کیدل باید د هندوستان د ویسرا موافقه تر لاسه کړی وای . پرته د دغه محدودیت نه ، افغانی چارواکو د نورو هیوادونو سره په تجارتی او فرهنګی راکړه ورکړه کی د بشپړ واک نه برخمن وو .
د خپلواکی نه وروسته د افغانستان سیاسی او حقوقی دریز :
د افغان او انګلیس د خپلواکی دریمه جګړه د سیمی او افغانستان په معاصر تاریخ کی ځانګړی ځای لری . د افغانستان استقلال د انګریزانو په استعماری امپراتوری کی د یوه سیاسی زلزلی پیل ګڼل کیده .
پاچا امان الله د خپلواکی د بنسټ د ټینګیدو د پاره په دیپلوماتیک ، سیاسی ، حقوقی او ټولنیزو ساحاتو کی په یو لړ اقداماتو لاس پوری کړ :
۱ـ پاچا د دیپلوماسی په ساحه کی غوښتل چه خپلواک افغانستان نړیوالي ټولنی ته وروپیژنی . ده د دغه موخی د تحقق د پاره د ۱۹۲۱ م کال په پیل کی مختلفو اروپایی او آسیایی هیوادونو ته مسافرتونه وکړل . د هغه په ترڅ کی په لسګونو تړونونه په تجارتی ، اقتصادی ، فرهنګی او دیپلوماتیک ساحاتو کی د بهرنیو هیوادونو د چارواکو سره لاسلیک شول . د نوموړو تړونونو په بنسټ باندی د ګن شمیر هیوادونو نه مختلفی مرستی تر لاسه شوي . افغانستان نړیوالي ټولنې ته لار پیدا کړه او بالاخره د هیواد د استقلال دیپلوماتیک بنسټ ټینګ شو .
۲ ـ په سیاسی ډګر کی پاچا پدی باندی پوهیده چه د خپلواکی د ساتلو اصلی ځواک ولس دی۔ ولس باید په یووالی سره د خپل برخه لیک په ټاکلو کی د لویی جرګی د لاری فعال نقش ولری .
د خپلواک افغانستان د مستقبل د جوړیدو د پاره لمړی لویه جرګه په ۱۹۲۳ م کال کی د ۱۳۰۰ کسانو په ګډون په جلال آباد ښار کی جوړه شوه . د جرګی د جوړیدو په درشل کی د خپلواکی د ګټلو څخه یوازی ۴ کاله تیریدل اوپاچا امان الله د مشروطه غوښتونکو د بهیر چه د محمود طرزی له خوآ یی لارښودنه کیدله د سمون غوښتونکو تلقیناتو تر سخت اغیز لاندی وو .
د جلال آباد د لویی جرګی د لاری په هیواد کی د افغانی قبیلوی دیموکراسی په اصولو باندی ټینګار وشو .
۳ ـ د حقوقو په برخه کی بايد خپلواک افغانستان د ملی ژوند د اصولی تنظیم او ورسره په نړیواله کچه د پیژندنی د پاره په خپل قلمرو کی د حقوقی دولت ستنی ټینګی کړی وای. دغه مقصد د ۱۹۲۳ م کال د اساسی نظامنامی د تدوین په واسطه تر سره شو . نوموړی نظامنامي چه په واقعیت کی د اساسی قانون حیثیت درلود ، د لمړی ځل د پاره په هیواد کی د پارلمانی نظام ډبره کیښوده .
په اساسی نظامنامه کی د « دولت شورآ » په نوم یوه جرګه په پام کي نيول شوی وه ، چه د حکومت او ولس استازی په کی راټول وو . جرګي مشورتی واک درلود . خو کله کله د نظامنامو ( قوانینو ) په تدوینولو کی ئي هم رول لوبوه . د « دولت شورآ » نږدی ۱۲ نظامنامی تصویب کړي .
که څه هم د « دولت شورآ » د یو مدرن پارلمان په شان حکومت ته د باور د رایی د ورکولواو د اجرائیوی خواک د څارنی دودیز واکونه نه درلودل ، خو د کوم ځایه چه هغه د ملی ژوند د تنظیم د پاره لمړی حقوقی جوړښت جوړوه ، کولای شو هغه د پارلمانی نظام د بنسټ لمړی ډبره وبولو .
اساسی قانون ، پارلمانی نظام او مشروطه سلطنت د خپلواکو هیوادونو حقوقی څرګندونی ګڼل کیدلی . افغانستان د یو حقوقی دولت په درلودلو سره د مستقلو هیوادونو په لیک کی ځای ونیو .
په هغه وخت کی چه افغانستان د خپل اساسی قانون په تدوین لاس پوری کړی وو ، د نړی په کچه په بیرته پاتی هیوادونو کی ، لږ هیوادونه د اساسی قانون او حقوقی دولت سره آشنا وو .
۴ ـ په ټولنیز ساحه کی پاچا امان الله وروسته د اروپا د مسافرت نه د اروپا د خپلواکو هیوادونو په تقلید په ۱۹۲۸ م کال کي د یو لړ ټولنیزو اصلاحاتو په پلی کولو کی لاس پوری کړ . سمون غوښتونکی ډله چه دپاچا په شاوخوآ کی د نفوذ خاونده وه ، پدی نظر وه چه ټولنیز سمونوالی د خپلواکی طبعی رکن دی .
هغه افراطی بدلونونه چه د ۱۹۲۸ م کال د پغمان په لویه جرګه کی د اساسی قانون په متن کی ځای ونیوه په څرګند ډول په ډاګه کړه چه نوی نظام د خلکو د روحیی سره سمون نه درلود .
په ۱۹۲۹ م کال کی د حبیب اله اغتشاش په ډاګه کړه چه د مشروطیت او د قانون واکمنی اصول دومره ټینګ شوی نه وو چه د دولتی نظام د ړنګیدو مخه ونیسی .
افغانستان د خپلو بچیانو د میړانی په برکت د خپلواکو هیوادونو په جرګه کی ځای ونیو. اما د لسیزو کلونو د استقلال نه وروسته، هیواد ته زیادتره د شمال لخوآ ګواښونه د بهرنیو یا کورنیو دښمنانو له خوا متوجه وو۔ د شورویانو یرغل افغانستان د خپلواکی نه بی برخي کړ . د بینان سوان د سولی پلان هیواد ناورین ته راکش کړ.
نن افغانان په داسي حالاتو کی د خپلواکی ۱۰۶ مه کلیزه نمانځی چی د طالبانو په څلور کلنه واکمنی کی افغانستان هوایی ځواک نلری. واکمه دله د افغانستان په فضأ باندی کنترول لګولی نشی او د تولنیز او اقتصادی ژوند لویه برخه د بهرنیو دونرانو له خوأ مدیریت کیږی.
واقعیت دا دی چی افغانان د استقلال په اخیستلو کی نبوغ لري. خو د هغه په ساتنه کی وړتیا نده ښودلی. لامل یی دا دی چی د خپلواکی اخیستل ملی جذبه، اسلامی پیاوړی روحیه او قربانی غواړی، چی تول افغنان د هغی ځخه برخمن یو. خو استقلال په واقعبینی، سیاسی درک او د معاصر نړی سره په مثبت تعامل باندی ساتل کیږی چی موږ له هغی څخه بی برخه یو.
۲۲/۰۸/۲۰۲۵
« پای » ( آرشیف )
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.