د ځنګلونو د اورونو مخنیوي نه شي کېدای، خو د هغوی کنټرول کېدای شي

126

هر کال شاوخوا څلور میلیونه مربع کیلومتره د ځمکې سطحه د ځنګلونو اورونو په واسطه سوځي، او د سپوږمکۍ معلومات ښيي چې دا کچه ښايي تر ۲۱۰۰ کال پورې پنځوس سلنه زیاته شي. د شمالي نیمه‌کرې په روان اوړي کې ستر اورونه د روسیې ختیځ، ترکیه، یونان، قبرس، بلغاریا، پرتګال، فرانسه، هسپانیا او کاناډا کې لګېدلي دي.

د اقلیم بدلون د تودو څپو او وچکالۍ دوام زیات کړی چې ځنګلونه وچوي او د اور لپاره چمتو سون مواد برابروي. د انسان فعالیتونه – له بې‌احتیاطه ځمکې پاکولو څخه تر ښاري پراختیا پورې – خطر نور هم زیاتوي. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د ځنګلونو اورونو ۶،۱۹۹ مېګا ټنه کاربن‌ډای‌اکسایډ فضا ته خوشې کړی، چې د اقلیمي بحران کړۍ لا پسې پیاوړې کوي.

سره له دې، اور تل ویجاړونکی نه وي. طبیعي اورونه د میلیونونو کلونو راهیسې د ځمکني ژوند برخه دي، د ځنګل کثافات پاکوي، خاوره غني کوي او د ځینو نباتاتو د تخم ټوکیدو لپاره اړین دي. ګڼ شمېر اصلي اوسېدونکو د اور د کنټرول شوې کارونې اوږده دودونه لري چې د خطرناکو اورونو مخه نیسي، د ژون‌ډېرښت ملاتړ کوي او د خوړو سرچینې زیاتوي. په استرالیا کې د «کیمبرلي» سیمه کې د دې دود بیا عملي کېدو وروسته لوی کلني اورونه اوس یوازې شاوخوا هر لس کاله کې یو ځل پېښېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) د «ادغام شوې اورونو مدیریت» سپارښتنه کوي – چې په کې پلان شوي اورونه، د ټولنو ګډون، د اور د خطر مخکیني د خبرتیا سیستمونه او قوي د اور وژنې وړتیا شاملېږي. د وچکالۍ شاخصونه او د سیمې د خلکو د هوا پېژندنې دودیزه پوهه کولی شي د اور خطر وړاندوینه وکړي، او د وخت پر مهال کشف کول یې د پراخېدو مخه نیسي.

د بیولوژیکي تنوع ساتل او په د اور په خطر لرونکو سیمو کې د بې‌ځایه ودانیو مخنیوی هم مهم دی. د وحشي سیمو ترڅنګ ودانۍ جوړول کولی شي ټولنې هم د اور لامل او هم قرباني کړي.

پیغام روښانه دی: د ځنګلونو اورونه به تل وي، خو د مخنیوي، چمتووالي او د طبیعت د توازن د درناوي له لارې کولای شو چې له کنټرول څخه د وتلو مخه ونیسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.