د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) د پاکستان له پرېکړې سره ژوره اندېښنه ښودلې، چې غواړي هغه افغان کډوال وشړي چې لنډمهاله اسناد لري. دا اداره خبرداری ورکوي چې جبري بېرته ستنول، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او ناروغانو، د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره برابر دي.
UNHCR د ۲۰۲۵ کال د اګست پر ۶مه (چهارشنبه) په یوه اعلامیه کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې هغه افغانان چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري، نهدی شړي. دغه اداره په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د راتلونکو خطرونو یادونه وکړه، او ویې ویل چې بېرته افغانستان ته استول یې د طالبانو تر واک لاندې، د دوی له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه ده.
UNHCR همداراز له پاکستان څخه وغوښتل چې محصلین او ناروغان له دې ایستنو څخه معاف کړي، ځکه دا ډلې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
سره له دې چې UNHCR د پاکستان هغه پرېکړه وستایله چې یو میاشتنی مهلت یې ورکړی مخکې له دې چې د ایستنو لړۍ پیل شي، خو دا یې هم وویل چې دا مهلت باید د انفرادي دوسیو د ارزونې لپاره وکارول شي، او باید انساني اصولو ته درناوی وشي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۲۰۲۵ کال کې تر ۲،۱ میلیونه زیات افغانان افغانستان ته ستانه شوي یا ایستل شوي دي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۳۵۲ زره تنه له پاکستانه شړل شوي دي.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې به هغه افغان کډوال وباسي چې اسناد یې پای ته رسېدلي یا لنډمهاله دي، دا د هغه پراخ سیاست برخه ده چې د ناقانونه مهاجرت د کنټرول لپاره پیل شوی.
UNHCR یو ځل بیا له پاکستان او نورو کوربه هېوادونو غوښتنه وکړه چې نړیوالو حقوقي مکلفیتونو ته پابند پاتې شي، په ځانګړي ډول د “غیراجباري بېرته ستنولو” اصل ته، چې پناه غوښتونکی بېرته داسې ځایونو ته نه شي لېږل کېدای چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.
د افغانستان بشري وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی، او UNHCR له ټولو اړخونو غواړي چې یو همغږی او د حقونو پر بنسټ دریځ خپل کړي، ترڅو بېځایه شوي افغانان، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او ناروغان، له نور زیان څخه وساتل شي او د درناوي وړ چلند ورسره وشي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.