جرمني د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د سرحدي کنټرول موده غځوي

112

برلین – د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دابرینډت اعلان کړی چې هېواد به د خپلو سرحدونو لنډمهاله کنټرول د روان کال د سپتمبر ۱۵ نېټې وروسته هم جاري وساتي، تر څو په ناقانونه کډوالۍ کې لا زیات سخت اقدامات وشي.

دابرینډت دا څرګندونې د Table Today په یوه خپرونه کې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې برلین پلان لري هغه پناه‌غوښتونکي چې جرمي سابقه لري او د پناه غوښتنه‌یې رد شوې، بېرته طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان او جګړه ځپلي سوریې ته ولیږي.

د صدراعظم مرز د سخت دریځ کډوالۍ پالیسي

دا ګامونه د محافظه‌کار صدراعظم فریدریش مرز د مهاجرت په برخه کې د سختو تګلارو یوه برخه ده. مرز ویلي، دا ډول اقدامات یوازینی لاره ده چې د اف‌دې (AfD) نومي افراطي ښی‌ اړخي ګوند مخ پر زیاتیدونکي ملاتړ ودرول شي. یاده ګوند په فبرورۍ کې د ترسره شویو ټاکنو پر مهال ۲۰ سلنه رایې وګټلې.

دابرینډت وویل: “موږ به د سپتمبر له پای وروسته هم سرحدي کنټرولونه جاري وساتو.” دغه اقدامات لومړی د پخواني صدراعظم اولاف شولڅ په حکومت کې پیل شول او اوسني حکومت په مې میاشت کې نور هم سخت کړل.

د پناه‌غوښتونکو ردول او شمیرې

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د مې له ۸مې تر جولای ۳۱مې پورې د جرمني سرحدونو کې ۹٬۲۵۴ کسان بېرته ستانه شوي. ډېری یې د افغانستان، الجزایر، اریتریا او سومالیا تابعیت درلود.

تر ټولو زیات رد شوي کسان د فرانسه-جرمني سرحد څخه دي (له ۲،۰۰۰ زیات)، ورپسې له پولنډ، سویس، او اتریش سره د پوله.

جنجالي شړل د ناامنه هېوادونو لور ته

جرمني تر دې دمه دوه ځله هغه افغان کډوال چې جرمي سابقه‌یې درلوده، افغانستان ته شړلي دي. وروستی ځل پکې ۸۱ کسان شړل شوي، چې دابرینډت یې د دوام غوښتنه کوي.

امنستي انټرنیشنل دغه کار غندلی، او ویلي‌یې دي چې “د افغانستان وضعیت فاجعه‌بار دی” او د بشري حقونو سرغړونې، شکنجه، او غیرقانوني وژنې پکې عامې دي.

دابرینډت همداراز ویلي چې حکومت هڅه کوي چې سوریې ته د شړلو الوتنې بېرته پیل کړي. دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې دسمبر کې د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد له واکه لیرې کړل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.