خوست؛ د غمونو ښار او د چوپتیا چیغه

151
خوست یو وخت د غرور، غیرت او میلمه‌پالنې نوم و… خو نن ورځ د همدې خوست نه، د ویر او غم د زړونو چیغې را پورته کیږي. دا یو څه وخت کیږي چې زموږ په خوست کې د ځان‌وژنو پېښې په اندېښمنونکي ډول ډېرې شوې دي. ځوانان، ښځې، آن کوچنیان مو نور د ژوند څخه ستړي ښکاري، او تر ټولو دردناکه خبره دا ده چې موږ یې یوازې تماشا کوو!
زموږ ټولنه داسې یوه نقطې ته رسېدلې چې یو انسان نور نه شي کولای خپل درد له بل سره شریک کړي. د زړه دروازه بنده شوې، د همدردۍ ژبه چوپ شوې، او د انسانیت جذبه یخې شوې ده. هر یو مو په خپل ځان کې ډوب یو، او هغه څوک چې چغې وهي، یوازې پرېږدو چې له ژوند سره خدای پاماني وکړي…
ولې دا حالت رامنځته شو؟
ولې یو زوی خپل پلار ته درد نه شي ویلی؟
ولې یوه خور خپله ستونزه له خپلې کورنۍ پټه ساتي؟
ولې یو ځوان د ځان وژنې تر سرحده رسیږي، خو یو دوست یې نښان هم نه لټوي؟
د همدې غفلت پایله دا ده چې موږ د خپلو عزیزانو جنازې اوږو ته اخلو، او بیا یوازې “انالله وانا الیه راجعون” وایو.
خوستوالو! راویښ شئ!
دا وضعیت نور د زغملو نه دی! موږ باید یو بل ته غوږ شو، زړونه خلاص کړو، د شفقت دروازې پرانیزو، او له هغو خلکو سره مرسته وکړو چې د ژوند له ستونزو ستړي شوي دي. مهرباني وکړئ! که یو څوک چوپ دی، دا معنا نه لري چې خوشحاله دی — ښايي د مرګ تر دروازې رسېدلی وي، خو شرمېږي چې غږ پورته کړي!
د انسان ژوند تر هر څه ارزښت لري. راځئ چې نور د ژوند ویاړ ته ارزښت ورکړو، او دا ټولنه یو ځل بیا د هیلو، مرستې، او همدردۍ کور کړو.
یو ساعت پاملرنه، یو ژوند ژغورلی شي!
دا یوازې یوه فردي ستونزه نه ده، بلکې د ټولنې، کورنۍ او دیني ارزښتونو لپاره یو خطرناک زنګ دی.
اې علماء کرامو!
تاسو د منبر غږ یاست، ستاسو خبرې زړونه بیداروي. نن وخت دی چې د جمعې په خطبو، جوماتي درسونو کې دا پېچلې موضوع له دیني اړخه روښانه کړئ. خلکو ته ووايئ چې ځان وژنه نه یواځې حرامه، بلکې د الله د رحمت د دروازې بندول دي. موږ باید خلک له مأیوسۍ وژغورو، د صبر، امید، توکل او مشورې روحیه پیاوړې کړو. دا موضوع دې د نورو مسائلو پر ځای، د امت د ژغورنې محور شي.
موږ د حج او اوقافو ریاست او د علماوو له شورا غوښتنه لرو چې ټول جامع جوماتونو ته د په دې اړه لازم هدایت وکړي، ترڅو خطیبان د ټولنې له مهمو اړتیاوو سره سم تقریرونه وړاندې کړي، نه یوازې تکراري او لرې موضوعات.
اې والدینو!
اولادونه مو یوازې خواړه او جامې نه غواړي، بلکې توجه، مینه او اورېدنه غواړي. هغوی ته علمي بوختیا برابره کړئ، د بېکارۍ او ناهیلۍ احساس ته یې مه پرېږدئ. که د واده وخت‌یې را رسېدلی وي، پاملرنه ورته وکړئ. که یې پر ذهن یا چلند کې بدلون وینئ، بې‌پروا مه اوسئ — ښایي دا د رواني ناروغۍ نښې وي، نه بدچلني.
ځینې غلي ماشومان، د زړه چیغې لري؛ مه پرېږدئ چې ستونزې یې تر خطره ورسېږي.
راځئ، علما، کورنۍ او ادارې سره یو شو، تر څو دا توره سلسله بنده شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.