د ستونزې شتون پر تصور دی، څه چې يو يې خنډ بولي بل به يې يوه نارامي بولي يا به یې هیڅ ستونزه نه بولي. ستونزې ته دا ډول کتل د هغې بيطرفه ارزونه اغيزمنوي، چې له کبله يې د خلکو تر منځ د نظر اختلاف پيدا کيږي، نو ځکه د حل لپاره تر ټولو لومړی ګام د هغې د ستونزې په توګه منل يا پر دې توافق دی چې شته حالت حل غواړي.
مخکې له دې چې موږ د ستونزې له اغيزو اغېزمن شو، موږ ورته په فکر کې يو ارزښت ورکړی وي، چې ولې يې ستونزه بولئ، ښايي بدنامي يې ګڼئ، د سيالۍ ننګونه يې بولئ، خپله ناکامي يې بولئ، هر څه چې وي، ستونزه له هر څه وړاندې تصوري او فکري شکل لري.

بيا يې حل تر ډيره پر دې چې چيرې یاست، او څومره پوهيږئ، د ستونزې په اړه څه فکر کوئ، که چيرې همداسې پاتې شي ولې ستونزه ده،د ستونزې بيه څو ده، يعنې اوسنی حالت کې تاسې ته څه دی، دغه تاوان ته پر کومه سترګه ګورئ، حل يې څه ګټه لري، او پر څو تماميږي، که د حل او ستونزې بيه سره پرتله شي، کومه يوه يې د زغملو ده.
د ستونزې تصور او واقعيت تر منځ دغه توپير کله کله د لويې ننګونې سبب ګرځي، کله چې د ستونزې تصور د هغې له واقعيت سره اړخ ونه لګوي، يعنې ستونزه به وي خو خلک به يې ستونزه نه بولي، نو ځکه به یې نه حلوي يا به يې حل نه ملاتړوي، يا يو څه به خلک فکر کوي چې حل يې خو خو هغه به هیڅ نه وي، داسې څه به حلوي چې هیڅ وجود ونه لري، په خپل فکر کې به یې يو څه ته د ستونزې حالت ورکړی وي.
يو څوک وو هغه له خلکو سره ښه نه وو، ځان يې له ټولنې او ملګرو بيل کړی وو، او فکر يې کاوه چې خلک پرې ملنډې وهي. د خپلې ستونزې حل لپاره ارواپوه ته ولاړ، هغه ترې د خپل يوازيوالي پوښتنه وکړه، ده وويل چې پوزه يې غټه ده، او فکر کوي چې خلک يې پوزې پورې خاندي نو ځکه له خلکو سره ناسته پاسته نه کړي. دغه ارواپوه د هغه ملګري وليدل، د ده له خپلوانو، دوستانو او نورو يې وپوښتل چې ولې ورسره نه کيني. يو هم د هغې د پوزې يادونه ونه کړه، يوازې دومره یې ويل چې دا له هغوی سره نه کيني، نو ځکه هغوی فکر کاوه چې هغوی يې نه خوښيږي، نو ځکه یې ورسره ناسته پاسته پريښوده.
احساسات هم پرې اغيزه لري، قوي احساساتي غبرګون د ستونزې جديت له ضرورته زیات پړسوي، د ستونزې حل په وړاندې له احساساتو ځان ساتل د ښه حل سبب ګرځي.
يو دوکاندار وو چې هر کله به سهار دوکان پرانيستو ته راغی، نو ورانکارو ځوانانو به يې د دوکان مخه ورته پر رنګ لړلی او خرابه کړې وه، ده هر څه وکړل، خلک يې خبر کړل، چارواکو ته ولاړ، اعلانونه یې وکړل، خو هیڅ نتيجه ور نه کړه، له هرې ګيلې او هڅې وروسته به يو څو ورځې آرامي وه، خو بيا به دا خلک راپيدا شو.
اخير يې ستونزې ته له بل اړخه وکتل او له ځان سره يې فکر وکړ، چې له هرې ورانۍ وروسته خو يې مجبوراً بيرته جوړوي او دوکان رنګوي، نو که چيرې له دغو ورانکارو سره وغږيږي، ممکن يو حل ته ورسيږي. نو دا ځل دوکان مخې ته د شپې له خوا پټ ناست وو چې دا خلک راشي، ګوري چې دغه رانکاري بیا د رنګ پاشلو او ورانۍ لپاره راغلل، ده ورته څه ونه ويل، پرې يې ښودل چې خپل کار وکړي، کله چې ورانکاري وشوه، نو پرې ورغږ يې وکړ او هغوی ته يې زر افغانۍ ورکړې، هغوی يو بل ته وکتل او ولاړل.
ده دوکان پاک کړ، خپل کار ته یې دوام ورکړ، خو بيا هم هغوی ته معطله وو، بل ځل بيا چې رنګ پاشلو لپاره راغلل، خپل کار يې وکړ، ده بيا پرې غږ وکړ او دا ځل يې پنځه سوه افغانۍ ورکړې، هغوی ولاړل، خو دا چاره روانه وه، بل ځل يې سل افغانۍ ورکړې، ورو ورو يې کمولی چې لسو افغانيو ته ورسيدی.
اخير دغه خلکو راتګ بند شو، نور نه راتلل او دوکاندار خپل کار ته دوام ورکړ، وروسته معلومه شوه چې هغه رنګ پاشونکو له ځان سره فکر کړی وو چې دا کار په لس افغانۍ نه ارزي، او خلک به څه وايي چې د لسو افغانيو لپاره دومره زحمت کاږي. سره لدې چې په پيل کې دوی دغ ورانکاري د پيسو لپاره نه کاوه، خو وروسته چې دوکاندار پرې بيه کيښوده، ستونزه يې کوچنۍ او له بل اړخه يې ورته وکتل، او هغوی ته هم ځان ټيټ ښکاره شو چې دا شرم به چيرې وړي چې د لسو افغانيو لپاره دومره آزار اخلي.
خو هغوی چې وايي ستونزه تصوري شکل نه لري، نو پوښتنه داده چې آیا موږ ټول نړۍ ته يو ډول ګورو؟ يا هماغسې يې ارزوو څرنګه چې ده؟ د نړۍ په اړه د هر چا حقيقت له بل سره فرق کړي. دا پوښتنه له ډير پخوا راهيسې پاتې ده، چې آیا موږ نړۍ ته همداسې غبرګون ښيو څرنګه چې پرې ارزي؟، يا د هغه څه په وړاندې غبرګون ښيو چې موږ يې تصور کوو او نړۍ يې بولو.

خير، اوس ستونزه څرنګه حل کړو
__ هڅه وکړئ چې ستونزې ته بېطرفه او د شتو معلوماتو او واقعيتونو په رڼا کې واقعبينانه وګورئ.
__ ريښتيا وواياست، ريښتونی مفاهمه او د معلوماتو څرګنده تبادله وهڅوئ.
__ خپل احساسات وارزوئ، هر څومره چې ستونزه يو څوک اغيزمنوي همدومره ورته احساساتي غبرګون ښيي، وګورئ چې پر تاسې يې اغيزه څه ده.
__ نرمښت وښاياست، له هر اړخه ورته وګورئ، دې پوښتنې ته تيار اوسئ چې ښايي ستونزې ته له کوم اړخه ګورئ هغه به غلط وي، يا آیا نور نوي معلومات شته چې له تاسې سره په دغه ارزونه کې مرسته کولای شي.
__ او، څه چې ستونزه بولئ رښتيا هم ستونزه ده، يا يوازې تاسې يو څه پړسولي دي او ځان مو ورسره مصروفه کړی دی؟
www.hiwadpal.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.