د خيراتونو کاروبار او شخصيت وژنه

قدرت الله هېوادپال

60

درېيمې نړۍ ته د خيراتونو لیږلو ته کله کله د سپين پوستي يا غرب ميشتو د وجدان سپکول هم وايي، يعنې د هغې لوري خلک فکر کړي چې موږ په دې نړۍ کې له هر چا ښه خورو او څښو، د نړۍ زيرمې له خپل حق ډيرې کاروو، خو بيا نور شته چې دا هر څه نه لري، خپلې زيرمې نه شي کارولی، اما له موږ سره پدې نړۍ کې ګډ ژوند کړي، څرنګه کولای شو چې له دوی سره خپله نيکبختي شريکه، يا د خپل وجدان دا نارامي کمه کړو.
دې فکر په ۱۹۷۰ لسيزه کې صنعتي شکل خپل کړ، چيرې چې ټلويزون عام شو، د پيسه دارو ژوند بيلګې خلکو وليدی، د سټاک ايکسچنج (اسهامو بازار) کاروبارونو وده وکړه، د بې خرته مالدارۍ مثالونه راووتل، او په عموم کې د غربي نړۍ اقتصادي وده او پرمختګ راڅرګنده او د پيسه دارانو شمير مخ په ډيريدو شو، له همدې کبله ځينو وغوښتل دا نيکبختي له نورو سره شريکه کړو.
پدې شراکت کې بيوزله هېوادونو ته د پورونو د ورکړې په شمول د خيريه بنسټونو له لارې د مرستو ورکړه دواړه راغلل. داسې شواهد هم شته چې ځينې غربي حکومتونو له خپلو مالدارو خلکو د هغوی اضافي پیسې چې په بانکونو کې پرتې وی، پور کړي او د خپلې خوښې بيوزله هېوادونو ته يې په لوړ سود يا نورو شرایطو پر پور ورکړي دي. دا له بل سره همکاري او لاسنيوی خو ښه دی، نقص يې چيرې دی، نقص يې د خيرات يا مرسته اخيستونکې ټولنې په ډله ييزه او فردي توګه د شخصيت وژنه ده.
هغه هېوادونو ته چې د غربي نړۍ دغه مرستې وررسيدی، بايد دغو مرستو او خيراتونو اخيستنه ورته توجيه شي، چې د دغو هېوادونو د بيوزليو، فساد او د عامه خدمتونو او زيربناوو ضعف او نشتون ښودلو سره په عمدي يا غير ارادي توګه دغه هېوادونه او ورسره يې وګړي د بدرنګه، کم عقله، خوار، بيوزله، بيسواده، ناپوهه، بيکاره، جګړه مارو، بې مسؤلیته، تيار خورو او نورو په نامه هم مشهور کړل.
دا فکر هم ورسره عام شو چې ښه يا سخي وي نو هغه به غربی وي، او که بد يا لټ وي، نو هغه به عرب، هندي، آسيايي، افغان او يا زموږ ګاونډي وي. دا فکر وهڅول شو چې که دغه هېوادونه بيوزله او غريب دي، دا د دوی ملامتيا ده، دوی دا بحث هیڅکله نه کاوه چې د دغو هېوادونو پريکنده فيصدي د همدې غربي هېوادونو د استعمار او استثمار قرباني وو. همدوی لوټلي او تر پرونه پرې واکداره وو، چې له کاره يې وويستل نو د رسوايو پټولو لپاره يې خپلواکۍ په نامه يې ترې پښې سپکې کړی.
د مرستو او خيراتونو لدې جريان سره دغو هېوادونو کې ستر تمويلوونکي رامنځ ته شو، ورسره يې د نړيوال پرمختګ او نورو په نامه ادارې او وزارتونو رامنځ ته کړل، د وخت له تيريدو سره دا پخپله يو ستر صنعت او کاروبار شو. هغوی چې مرستې يې راټولولی، له مرستو سره یې د خپلو کاروبارونو دوام غم هم بايد خوړلې وای.
د افريقا په بيلابيلو هېوادونو کې د داخلي شخړو پر مهال شوې څيړنو څرګنده کړه چې ځينو خيريه بنسټونو په غير مستقیمه توګه دغه داخلي جګړه هڅوله او د هغې په دوام کې یې خپل خير لیده، دوی به په جګړه کې دخيلو اړخونو کورنۍ د جګړې له ځايه ليرې آبادولې، په کمپونو کې يې به د سلاوو او بیلابيلو اړخونو په شتون سترګې پټولی، د جګړې سستوالي پر مهال به یې د دخيلو اړخونو دغو کمپونو ته راتګ او هلته جګړې لپاره د پلانونو جوړولو، پيسو راټولولو او پر داسې نورو ډيرو چارو به يې په یوه او بله نامه سترګې پټولی، ورسره به يې د شخړې د ډيروالي پر مهال ډيره بودجه غوښته چې خپل همکاران خوندي وساتي يا خلک وهڅوي چې د دوی لپاره کار وکړي.
د څيړنو لیکوالانو به ويل چې هر څومره ناورين ستر وي، همدومره ورسره د دوی بازار ګرم وي.
لدې سره د نړيوال بانک يوه بله خپلواکه څيړنه چې په تيرو پنځوسو کلونو کې يې د مرستو دغه جريان او د اخيستونکو هېوادونو پر اقتصاد يې د هغوی اغيزه ارزولې ده، په څرګنده توګه وايي چې دغو مرستو دا هېوادونه پر پښو نه دي درولي، او نه یې په دوی کې اقتصادي وده هڅولې ده. په ځينو مواردو کې خو آن داسې څرګنده شواهد هم شته چې دا بې دليله مرستې د اقتصادي رکود، ګرانوالي او بې ځايه لګښتونو سبب ګرځيدلې دي. محلي کاروبارونه او فابريکې يې ځپلې دي.
د دې ليکنې هدف د دغو خيراتي کاروباريانو ښه او بد نه دي، په بيوزلۍ، ناڅاپي پيښو او ناورينونو کې هره لاس غځونه او مرسته د يو چا ژوند ژغورلی شي، خو مقصد د دغو مرسته اخيستونکو شخصيت دی.

children sitting on green chair eating
د مرستې راغونډولو يو تر ټولو اساسي شرط د ناورينونو او نړۍ بدبختيو ستر ښودل دي، داسې ډيرې بيلګې شته چې له افريقايي يا نورو بيوزله هېوادونو څخه دوی کوچني ماشومان د مرستې راټولولو لپاره له ځان سره بوتللي او هلته يې په غونډو، کنسرټونو، پارلمانانو او نورو کې خلکو ته وړاندې کړي چې له دوی سره مرسته وکړئ، ژوبل دي، ځپل شوي دي او ستاسې مرستې ته اړ دي.
په همداسې يوه پيښه کې يوه معتبر نړيوال خيريه بنسټ/ ادارې له افريقا څخه يو لس کلن ماشوم له ځان سره د سندرو يو کنسرټ لپاره لندن ته يووړ، هلته د خلکو له پراخه منفي غبرګون سره مخ شو، چې وروسته يې بيا بښنه وغوښته، دا چاره اوس هم شته، خو دومره نه راڅرګندول کيږي.
افغانستان کې هم دا کاروبار ښه په غوړه روان دی، ګټې او تاوانونه به يې وي، او دا يې د بحث ځای هم نه دی، خو د مرستو ويشلو پر جريان يې ځينې پوښتنې شته.
کوفي عنان چې د ملګرو ملتونو افريقايي الاصله مشر وو، د هغې پر خپلې ادارې يو تر ټولو ستر انتقاد د دوی بې ځايه لګښتونه وو، چې په ځينې صورتونو کې آن له نيمې ډيرې مرستې د دوی د خپلو داخلي لګښتونو قرباني کيږي.
د ناوړه پيښو قرباني يا مرستې اخيستونکي لپاره اکثره نړيوالې معتبرې ادارې خپل اصول لري، دا خبره تر يوه حده سمه ده چې د مرستې ورکولو شواهدو پر ښودلو موږ نورې مرستې راټولوو، خو هیڅوک حق نه لري چې د مرستې اخيستونکي د شخصيت وژنې سبب شي.
ناورين او ناڅاپي پيښې لنډمهاله وي، هغوی چې نن د دې پيښو قرباني دي، له دغو امتحانو به تير شي، سبا به يې ژوند بيرته ښه شي، خپلو کورونو، مېنو او سيمو ته به ستانه شي، خو دا انځورونه، ويډيو او دا د مرستې ورکوونکي سپک نظر به تلپاتې وي.
په هیڅ صورت کې هیڅ څوک دا حق نه لري چې له ستونزو سره مخ دغه ولس څخه د خپل مارکټنګ او بازار موندنې د يوې وسيلې په توګه کار واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.