د نن په ګړندۍ نړۍ کې خلک فکر کړي چې زده کړه له ډير کار او تجربې راځي، خو څيړنې ښيي چې زده کړه يوازې له تجربې نه راځي، بلکه پر هغه تجربه فکر او تدبر هم غواړي.
د ژورې زده کړې لپاره فکر او تدبر دواړه مهم دي، خو اکثره ادارې او اشخاص بيا دا وسيله سمه نه کاروي. دلته يې پر هغه ننګونو غږيږو چې مخه يې نيسي:
۱. د دوامداره حرکت او څه کولو فشار
د نن په شخصي او کاري چاپيريال کې ښه هغه دي چې دوامداره مصروفه وي، له يوه کاره بل ته خيز وهي. پر خپل کار او تجربه فکر ممکن ډيرو ته بيکاره کيناستل ښکاره شي.
دغه دوامداره ټوپونه وهل او بوختياوې خلکو ته دا فرصت نه ورکوي چې پر خپلو چارو فکر وکړي، څه ښه وو، څه نتيجه ورنه کړه او ولې.
۲. مصروفيت د وياړ ځای وي
اکثره خلک مصروفيت له اغيزمنتيا سره تړي. تدبر سستوالی غواړي، داسې حالت چې تاسې د هرې چارې تر منځ وقفه واخلئ، په داسې کاري چاپيریال کې چې هر يو پر دې وياړي چې د کار له کبله تر ناوخته دفتر کې ناست وم، هلته ممکن دا فکر د وخت ضايع کول ښکاره شي.
همداسې، په دوامداره مصروفيت تاکيد او پرې اعتياد په اوږده کې د زده کړې او پرمختګ مخه نيسي.
۳. له ځانه تيښته
په دوامداره توګه د ځان بوخت ساتلو يو لامل له ځانه تيښته ده، چيرې چې شخص نه غواړي له ځان سره یوازې واوسي، پر خپلو اشتباهاتو، نيمګړتياوو او له لاسه ورکړيو فرصتونو فکر وکړي.
څرنګه چې پر ځان فکر، له ځان سره يوازيوالی د نارامۍ سبب ګرځي، نو ځکه اکثراً خلک ځان په دوامداره بوخت ساتي، که هغه ټليفون وي، ټولنيزې شبکې وي يا له يوې چارې بل ته ټوپ وهل وي.
۴. عمل ته لومړيتوب
د بشر عملي بنده خوښيږي، خپله هم عمل غواړي. هر کله چې له يوې ننګونې يا ستونزې سره مخ شي، نو د ارزولو په ځای سمدلاسه عمل ته دانګي.
سره لدې چې عمل مهم دی، خو ګټور عمل ښه فکر غواړي، که چيرې هر ځل له فکر پرته عمل وشي، نو بيا موږ په دوامداره ډول ورته ستونزو سره مخ کيږو.
۵. د منظم فکر او تدبر نشتوالی
تدبر په خپله نه راځي. که چيرې يو څوک فکر لپاره منظمه هڅه ونه کړي، نو ممکن ژور فکر او تدبر ته هیڅ وزګار نه شي، لدې کبله مهمه ده چې له هر مهم عمل وړاندې باید فکر وشي، له عمل وروسته هغه وڅيړلې او نتايج يې ثبت شي.
تاسې چې دا لولئ ممکن فکر وکړئ دا ټول د بیکاره سړي کار دی چې هر عمل بايد دومره راوسپړل شي، خو هر بريالی شخص او کاروبار د خپلو چارو ارزولو او پرې فکر کولو لپاره منظم سيسټمونه لري.
۶. پر تجربې بې ځايه ټينګار
تجربه ځينې وخت د بې ځايه اعتماد او غرور سبب ګرځي. خلک فکر کړي چې يو کار يې څو څو ځل کړی دی نو ځکه اوس پرې سم پوهيږي.
دا فکر ممکن عادي چارو لپاره ښه وي، خو د ابتکار او زده کړې مخه نيسي، څوک نه مجبوروي چې خپلې مهمې چارې وارزوي.
۷. د اعتماد نشتوالی
خلک پر خپلو نيمګړتياوو غږيدلو لپاره اعتماد ته اړتيا لري، له داسې چا يا چاپيريال کې چې فکر کوي د ده نيمګړتياوې او اشتباهات به د ده وړاندې ونه کاروي، هلته راحته وي چې وغږيږي.
هغه ادارې يا اړيکې چې يو بل ته دا اعتماد ورکړي چې موږ يې له خپلو نيمګړتياوو زده کوي، هلته خلک زده کړې ته ډير تيار او غوښتونکي يې وي.
فکر او تدبر ولې مهم دی؟
تدبر اشتباهات پر زده کړو بدلوي. له دغه ژور فکر پرته، موږ به خپل کارونه تکراروو او دې ته به نه ګورو چې آیا اوس موږ ته ګټه کړي يا نه، يا آیا يې په څه طريقه بهترولی شم يا نه.
پر خپلو تجربو فکر او ارزونه یې له موږ سره مرسته کړي چې:
– له ناکاميو او برياليتوبونو يې زده کړو
– خپل عادتونه او سلوکونه وپيژنو، پوه شو چې څه د څه سبب ګرځي، او څرنګه د اشتباهاتو مخه ونيسو
– په دوامداره توګه خپلې پریکړې او کړنلارې ښې کړو
په دوامداره توګه بدلیدونکې نړۍ کې، د صبر، فکر او قصدي زده کړې مهارت د دوامداره پرمختګ لپاره ښايي يو تر ټولو مهمو مهارتونو څخه يو وي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.