ادبیات او مصنوعي ځیرکتیا

ماهر حسن زی

36

مصنوعي ځیرکتیا د بشر په تاریخ کې د ټکنالوژۍ داسې نوې اختراع ده، چې ډېرې انساني چارې یې اسانه او چټکې کړې دي. که څه هم په نړۍ، په ځانګړي ډول سوداګریز او تبلیغاتي ډګر کې د دې ټکنالوژۍ ونډه تر نورو ډېره مهمه ده، خو له احتمالي ګواښونو او جدي اندېښنو هم سترګې نشو پټولای.

دا ټکنالوژي د ژوند او علم په هغو برخو کې، چې اړوند مواد یې په انټرنېټ کې موجود وي، معلومات په اسانۍ برابروي. خو د موادو شتون تر ډېره د ژبې او مسلک پورې تړلی دی—چې کومې ژبې او کومو برخو کې کار شوی وي.

د نړیوالو ژبو ډېر مواد په انټرنېټ کې موندل کېږي، خو د پښتو ژبې د موادو کمښت یوه لویه ستونزه ده. سربېره پر دې، د واحد لیکدود نشتون، د لهجو تنوع او په ګوګل کې د ډېرو کلمو نه موجودیت هغه عوامل دي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اعتبار اغېز کوي.

سره له دې، په ساینسي برخو کې مصنوعي ځیرکتیا کولای شي مواد له نورو ژبو راواخلي او پښتو کاروونکو ته یې وړاندې کړي. د بېلګې په توګه، که د عضوي کیمیا، د انسان د بدن د جوړښت (اناتومي) یا میتافزیک په اړه معلوماتو ته اړتیا وي، دا ټکنالوژي یې له انګلیسي، دري، اردو او نورو ژبو څخه ژباړلی شي.

خو په ټولنیزو علومو او ادبیاتو کې وضعیت لږ توپیر لري. مصنوعي ځیرکتیا کېدای شي ځینې تعریفونه او تاریخي معلومات وړاندې کړي، خو نه پرې بشپړه تکیه کېدای شي او نه هم د تخییلي ادب تشه ډکولای شي.

یو بل مهم تاوان دا دی، چې انسان د مطالعې، لټون او فکر پر ځای په چمتو معلوماتو عادتېږي، چې له امله یې نوښت او نوې خبره کمزورې کېږي.

سره له دې ټولو، مصنوعي ځیرکتیا د لیکوال او څېړونکي لپاره یو ګټور مرستندوی وسیله هم ده. که څوک پر یوې موضوع کار کوي او غواړي پوه شي چې مخکې پرې څه لیکل شوي، یا څنګه یې پیل کړي او له کومو ماخذونو ګټه واخلي—مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د “نسبي لارښود استاد” په توګه مرسته وکړي.
خو باید دا په یاد ولرو چې مصنوعي ځیرکتیا د تخلیق بدیل نه دی، بلکې د تخلیق مرستندویه وسیله ده.

په ادبیاتو، په ځانګړي ډول د تخلیق په برخه کې، ستونزه لا ژوره ده. هنر د انسان د ذاتي تجربو، احساساتو او مشاهدو څرګندونه ده. دا هغه څه دي چې ماشین یې په بشپړ ډول نشي وړاندې کولای.

که موږ مصنوعي ځیرکتیا ته ووایو چې د وطن په ستاینه کې شعر جوړ کړي، ښايي دا کار وکړي؛ خو که ترې وغواړو چې د یوې ځانګړې شخصي مینې، احساس او دروني حالت انځور وکړي، نو دا به یوازې یو تقلید وي، نه اصلي تجربه.

د ادبي تخلیق بله مهمه برخه “سبک” دی. که مصنوعي ځیرکتیا پراخه شي، دا وېره شته چې سبکونه له منځه ولاړ شي. حال دا چې سبک یوازې د لیکوال شخصي ځانګړنه نه ده، بلکې د ژبې د ښکلا، نوښت او پرمختګ مهم توکی دی.

د بېلګې په توګه، که موږ د مختلفو سیمو کرکټرونه په یوه داستان کې ولرو، ایا مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د هغوی د لهجو، چاپېریال او کلتوري توپیرونو دقیق انعکاس وکړي؟

ستوماني يې ویسته زلفې يې کړې پورته
لمر را وخوت د شپې ډیوې يې مړې کړې

او یا:

زما ګریوان کې دې ویښته دی
لالیه بوی يې حس کوم په هوا یمه

دلته هغه احساسات، ظرافت او ژوروالی شته چې ماشین یې نشي درک کولای.

همدارنګه، کله چې یو لیکوال وایي: “له دیوالونو د تازه کاګل بوی راوخوت”، دا یوازې یو جمله نه ده، بلکې یو هنري تصویر دی. مصنوعي ځیرکتیا ښايي دا جمله ومني، خو دا به درک نه کړي چې ولې “بوی” دلته د ښکلا سرچینه ده.

د “کاګل بوی”، “د ماتو وعدو کړسا”، “د اسمان ویته خوله” او ورته ترکیبونه د ژبې هغه هنري لاسته راوړنې دي چې د انساني تخیل محصول دي.

په پای کې، باید ووایو چې مصنوعي ځیرکتیا د انسان د ژوند د اسانتیا لپاره یوه مهمه وسیله ده، خو که له حده زیاته تکیه پرې وشي، نو د فکر، تخلیق او ادبي نوښت پر وړاندې خنډ ګرځېدای شي.

که څه هم دا ټکنالوژي په ډېرو برخو کې د انسان مرستندویه ده او لا به پرمختګ هم وکړي، خو د ادب او تخلیق په برخه کې یې رول د پلاستیکي ګل په څېر دی—چې ښايي په لومړي نظر ښکلی وي، خو نه بوی لري او نه هغه طبیعي لطافت چې ریښتینی ګل یې لري.

1405/01/24

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.