لیکنه: فرزانه زیار
وږمې په زوړ تنور کې ډوډۍ پخوله، او د هغې ابي ته ورته سترګې له اوښکو ډکې وې. هغې د کلي نجلۍ په څېر نه ژړل، بلکې سترګې یې د دود له امله سوځېدې. نیا یې ورته غږ کړ:
– وږمې! وږمې!
– څه شوې، دومره وخت دې تېر کړ، ما به په همدومره وخت کې د ټول کلي کارونه هم کړي وای! اخر یوه اوونۍ وروسته خو د خسر کور ته ځې!
په هماغه شېبه دروازه وټکېدله، او دا چې دروازه خلاصه وه، قمرګل ترور راننوته. هغې د وږمې د نیا خبرې اورېدلې وې، نو ویې ویل:
– یوه اوونۍ نه، شپږ ورځې پاتې دي!
توریالی چې له کوچنیوالي نه د وږمې کوژدن و، او په راتلونکو څو ورځو کې به یې واده هم کېده، له دې اړیکې خوښ نه و، خو د مجبورۍ له امله څه نشو ویلای.
واده وشو. د دوو کورنیو تر منځ بې له کوم ځانګړي احساسه، د وږمې ورځې تېرېدې. د پخوا په څېر د کور کارونو او د مالونو په پالنه بوخته وه. دا معصومه نجلۍ، چې له خپل کلي پرته بل ځای یې نه و لیدلی، له خپل ژوند څخه راضي نه ښکارېده.
توریالی اوس یې یوه ښه دنده په لوی ښار کې تر لاسه کړې وه او د نړۍ پرمختګ یې لیدلی و، څه نا څه له خپل ژوند او واده ناخوښه و. هغه یوه نجلۍ چې د خپلې دندې ملګرې وه، خوښه شوې وه، او غوښتل یې چې خپل پاتې ژوند له هغې سره تېر کړي.
هغه دا خبره له خپل مور او پلار سره شریکه کړه، په داسې حال کې چې وږمه عاجزه او غلې ناسته وه. توریالي وویل:
– زه نه غواړم چې له یوې بېسواده نجلۍ سره خپل ټول عمر تېر کړم او د هغې ناپوهي وزغمم!
په دې وخت کې وږمې ته هغه وخت ور په یاد شو چې کله شپږم صنف کې وه. هغه وخت د توریالي پلار پرېکړه وکړه چې وږمه باید نور ښوونځي ته ولاړه نه شي. وږمې څه و نه ویل، خو یوازې یو له درده ډک اه یې وکړ.
د توریالي مور او پلار په لومړي سر کې چندان خوښ نه وو، خو بیا هم، په ټولنه کې دویم واده عیب نه ګڼل کېده. هغوی، بې له دې چې له خپلې انګور (وږمې) سره دا خبره شریکه کړي، د هغې ښاري نجلۍ خوا ته ولاړل، او په لنډ وخت کې یې د زوی د کوژدې مراسم ترسره کړل.
په دې موده کې هېڅوک هم د وږمې کیسه کې نه وو.
یوه ورځ وږمه خپلې مور کره لاړه. هلته چې د شپې ډوډۍ وخوړله، نو هغې له ټیټ سر خپل زړه خلاص کړ. وې ویل چې د خپل ژونده نه خوښه ده، او د خسر په کور کې ورته یوازې د یوې مزدورې په حیث کتل کېږي. خاوند خو یې ښې خبرې لا پرېږده، عادي خبرې هم ورسره نه کوي.
هغې خبره لا ناتمام وه چې نیا یې په تند غږ وویل، داسې حال کې چې تندي یې چینې کړې وې:
– ته د ګزاري نه یې! هماغه د کور ده، او هم به ګورې.
– هر څه چې هغوی وایې، ته یې باید ومنې. د خواښې او خسر خدمت وکړه، بس!
تره یې هم ورته سختې خبرې وکړې، او سبا سهار وختي یې بېرته د خسر کور ته ولېږله.
د وږمې ژوند نه یوازې بېخونده، بلکې ډېر تریخ شوی و. هغه له دې حالت سخت ځورېده، او څوک یې پوښتنه هم نه کوله.
د توریالي د دویم واده اوازه خپره شوه. دا چې اوس مالداره شوی و، نو ډېر مهم مېلمانه یې راوبلل – دندې ملګري، د پوهنتون استادان…
واده ښه په درنګ او درونګ روان و، چې ناڅاپه شور شو؛ وږمې د خپل لاس رګونه وهلي وو، او نور په دې نړۍ کې نه وه.
واده په جنازه بدل شو، او سبا ورځ وږمه خاورو ته وسپارل شوه.
توریالی د قبر تر څنګ ناست و، چې د هغې د پوهنتون استاد، چې عینکې یې پر سترګو وې، د توریالي پر اوږه لاس کیښود. ویې ویل:
“ګوره زویه، ماته ستا کیسه ستا تره وکړه. تا خپله مېرمن نه خوښېده، ځکه چې هغه یوه بېسواده او کلیواله نجلۍ وه.
آیا دا د هغې ګناه وه چې ناپوهه وه؟
تا باید هغې ته زدهکړه ورکړې وای. ته باید له هغې داسې څوک جوړ کړې وای، لکه څنګه چې ته تمه لرې.
که دې دا کار کړی وای، نن به هغه ستا تر څنګ ژوندۍ وه.”
اوس مهال، توریالی په خپل کلي کې یو د بېسوادۍ د لهمنځه وړلو مرکز جوړ کړی دی، او د کلي ښځو ته دا ور زده کوي، چې له بېځایه رواجونو مخنیوی وکړي،
ځکه ډېر ښه او بد رواجونه د ښځو له خوا عامېږي.
که څه هم توریالی ډېر پښیمانه دی چې کاش د وږمې سره یې ښه چلند کړی وای، خو د مرکز نوم یې وږمه ایښی دی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.