د مایکروسافټ شرکت مسوولانو ویلي، سکایپ اپلیکېشن له څه باندې ۲۲ کلونو وروسته نن د مې ۵مه رسمآ تړل کېږي.
سکایپ په ۲۰۰۳ کال کې چې ځیرک ټیلیفونونه عام نهوو، د غږیزې او ویډیويي اړیکې لپاره تر ټولو غوره وسیله بلل کېده او میلیونونو کسانو کاراوه، خو وروسته یې خپل کاروونکي له لاسه ورکړل.
مایکروسافټ په ۲۰۱۹ کال کې د ټیمز «TEAMS» په نوم اپلیکېشن چې د سکایپ ټول قابلیتونه لري، بازار ته وړاندې کړ او دا هم د سکایپ کارونکو د کمېدو ستر لامل ګڼل کېږي.
مایکروسافټ په ۲۰۱۱ کال کې سکایپ په ۸.۵ میلیارډ ډالرو وپېره چې هغه مهال یې څه باندې ۱۵۰ میلیونه کاروونکي درلود، خو ۲۰۲۳ کال کې د سکایپ کاروونکو شمېر یوازې ۲۳ میلیونه ښودل شوی.
د مایکروسافټ شرکت د مالوماتو له مخې، د دوی د نوي ټیمز اپلېکېشن څخه دا مهال شاوخوا ۳۲۰ میلیون کسان کار اخلي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.