دخوړو نړیوال پروګرام وايي سره له دې چې د ځینو توکو بیې يو څه ټیټې شوي، خو په ټوله کې په افغانستان کې د ژوند لګښت لا هم لوړ دی او د ډېری اړینو توکو بیې لاهم له کورونا او د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون د مخکې پرتله لوړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبليو اف پي” پرون د فبرورۍ په ٢٨ مه د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د لوړو بيو عمده لاملونه د اسعارو د بيو لوړوالى، سوداګريزې ستونزې او د کاري فرصتونو کمښت دى.
د راپور له مخې، د تورخم لارې بندېدو د سوداګرو او مسافرو لپاره جدي ستونزې راولاړې کړې دي او د درنې واورې له امله د سالنګ لویه لار د فبرورۍ ۲۵ او ۲۶ نېټه د تګ راتګ پر مخ بنده وه.
په راپور کې راغلي چې اوونیز کاري ساعتونه کم شوي او د تېرکال د فبرورۍ میاشتې د څلورمې اونۍ پرتله د روز مزدورۍ په امتیازاتو کې یو څه زیاتوالی راغلی دی.
په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د یوه وروستي راپور له مخې په کابل کې اوس مهال د ۵۰ کیلويي قزاقي اوړه بیه ۱۳۷۰ افغانۍ، د ۱۶ لیتري غوړيو بیه ۱۷۲۰ افغانۍ، د ۲۵ کیلويي وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ او د یو خروار بلوط لرګيو بیه ۱۲۰۰۰ افغانۍ ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، عبدالسلام جواد د ډبليو اف پي د راپور په اړه د آزادی راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
په همدې حال کې کاريګر او عام خلک د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
ژمی او د لویو لارو بندیدل
د غور ولایت اوسیدونکی، کريم وايي چې د درنو واورو له کبله دې ولایت ته د غځېدلو لارو بندېدل د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو سبب کېږي. کریم وايي”د غور لارې اکثره وخت د واورې له امله تړل کېږي، خوراکي توکي چې له کابل او هرات څخه راځي، ډېرې لوړې بیې لري. د غوړیو او نورو مایعاتو کیفیت هم خرابېږي، او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. ان د ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل کېږي، او څوک تګ راتګ نشي کولی.”
د لغمان ولایت اوسیدونکی، خواجه وايي چې مزدوري نه شي موندلی او ځکه نه پوهېږي چې د کورنۍ ورځني لګښتونه له کومه کړي. دی وايي”زه د ورځې مزدوري کوم، ۹ کسیزه کورنۍ لرم، او د هغوی د لګښتونو لپاره اندیښمن یم. د ناروغۍ خبره خو بیله ده، ځینې وختونه کار پیدا کېږي، او ځینې وختونه نه.”
د دې ستونزې د حل لارې چارې
اقتصادي کارپوهان وايي چې د دې ستونزو د حل لپاره باید مناسبې حل لارې ولټول شي.
له ډلې یې، نازک مير يارمل ازادي راډيو ته وويل”د دې ټولو ستونزو حل لاره د بشپړو شویو نړیوالو مؤسسو د پروژو فعالول، خلکو ته د کار د زمینې برابرول، د مرستو جلبول او په افغانستان کې د نړیوالو بانکونو بیا فعالول دي. دا اقدامات کولی شي د اوسنیو ستونزو په هوارولو کې ښه مرسته وکړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک، یعني د دې هېواد نژدې نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
از

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.