د یوناما په نوي راپور کې بیا هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده

179

د یوناما په نوي درې میاشتنی راپور کې بیا هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې ده

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي تلفاتو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما په دې تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي ویلي چې د دې درې میاشتني راپور د جوړېدو په اوږدو کې واکمنو طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړل، د طبي علومو په موسسو کې یې د ښځو پر تعلیم بندیز ولګاوه او د امربالمعروف د قانون تطبیق ته یې چې د یوناما په وینا د ښځو او نجونو اساسي آزادۍ زیانمنوي دوام ورکړ.

د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د پای په دریو میاشتو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ناموسي وژنو او د کم عمره نجونو د جبري ودونو په ګډون د جنسیت پربنسټ تشدد دوام درلود.

په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په دې ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت جبهې او نورو وسله والو ډلو په حملو کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

یوناما په خپل راپور کې د دې دریو میاشتو په ترڅ کې پر رسنیو د فشار د زیاتولو لپاره د طالبانو اقدامات هم یاد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ډېرې رسنۍ اغېزمنې کړې دي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ملګروملتونو او د بشري حقونو د ډلو له پرله پسې انتقادونه سره مخامخ دي خو په چلند کې یې تراوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.