په داسي حال کې چې پر واخان د پاکستاني پوځ د حملې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د واخان په اړه د چین له سفیر سره کتلي او د پاکستان د استخباراتو ريیس تاجکستان ته تللی دی.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې پاکستاني پوځیان د واخان ستراتیژیکې سیمې ته داخل شوي دي.
په کابل کې د طالبانو جګپوړو چارواکو او د پاکستان حکومت په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي. خو له دغو اوازو سره هممهاله د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژایو شینګ سره د واخان په اړه خبرې کړي دي.
چین هغه هیواد دی چې له طالبانو سره د ښو اړیکو د لرلو ترڅنګ په پاکستان کې نفوذ لري.
واخان د چین، پاکستان او تاجکستان ترمنځ پروت دهلیز دی چې څه موده پخوا ځینو پاکستاني سیاستوالو خپل حکومت ته وړاندیز کړی و چې دا سیمه ونیسي څو له منځنۍ اسیا سره د پاکستان مستقیم ارتباط ته لاره پرانستل شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني او ژایو شینګ د کتنې په اړه وویل چې دوی د واخان کوریدور د ستراتیژیک اهمیت، دوه اړخیزو سوداګري اړیکو او د دوو هیوادونو ترمنځ د مسافروړونکو الوتنو په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دواړو خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکاوه او د ګډو ګټو لپاره یې د عملي ګامونو اړتیا ضروري وبلله.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د واخان په اړه د چین له سفیر سره د حقاني د خبرو ډیر جزییات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو حکومت په واخان کې هغه سړک بشپړ کړی چې د چین تر پولې رسیږي او غواړي چې له دې لارې له چین سره مستقیمه سوداګري راکړه ورکړه وکړي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی احسان الله کامګار باختر خبري اژانس ته ویلي چې په واخان کې یې د پاکستاني پوځیانو د حضور په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه کړی.
که څه هم د کامګار په څرګندونو کې ډېر صراحت نه لیدل کېږي چې ایا د سیمې په اړه کره معلومات لري او که نه خو هغه وویل چې امنیتي ځواکونه یې د هر ډول بهرني ګواښ په وړاندې بشپړ تیار دي.
واخان ډیره غرنۍ سیمه ده چې ډیرو برخو ته یې سړک نه شته.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو، چې ادعا کېږي، د پاکستان پوځ ته نژدې دي، په وروستیو کې لیکلي وو چې ممکن پاکستان له افغانستان سره «د کړکېچ د دایمي حل» لپاره د واخان کوریدور ونیسي.
دوی دا هم کښلي چې که پاکستان دا سیمه ونیسي، له یوې خوا به افغانستان له چین سره پوله له لاسه ورکړي، او له بلې خوا به پاکستان له تاجکستان سره، چې د منځنۍ اسیا هیواد دی، پوله ومومي.
د همدغو ګنګوسو په منځ کې د پاکستان د پوځ د استخباراتو ريیس جنرال عاصم ملک پرون (دوشنبې) د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.
د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر د دې کتنې په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې پر اساس، د تاجکستان ولسمشر او د پاکستان د آی ایس آی ريیس له تروریزم، سختدریځۍ، او د مخدرو موادو له قاچاق سره د مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.