د طالبانو مشر ملا هیبت الله په یوه نوي فرمان کې ویلي هغه خلک چې نوې ودانۍ جوړوي، د ګاونډیانو خوا ته باید داسې کړکۍ پرې نه ږدي چې د هغوی انګړ او هغه ځایونه ترې ښکاره شي چې ښځې په کې ناسته پاسته کوي.
په فرمان کې همدارنګه راغلي که چا داسې کړکۍ پرېښې وي، د انسان د قد په اندازه دیوال په کې باید وکړي یا یې باید په یوه بله وسیله بنده کړي چې د ګاونډي انګړ ترې فنا شي.
ملا هیبت الله ښاروالیو ته سپارښتنه کړې چې د نویو جوړېدونکو ودانیو د څارنې په لړ کې دې دا ډول کړکیو د جوړېدو مخنیوی وکړي.
ځینې ولسي خلک وایي د افغانستان په ټولو سیمو کې له پخوا دا د کلتور برخه ده چې د ګاونډيو د درناوي او خوندیتوب لپاره په داسې ځای کې کړکۍ نه پرېښودل کېږي چې د هغوی انګړونه ترې ښکارېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.