د امربالمروف وزارت مسوولان وايي چې تېرکال یې، هېواد کې ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر نیولي دي.
یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۳۰مه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلونو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، په تېرکال کې د ۱۹۱ وړیا شمېر په فعالېدو سره په ټولیز ډول ۹۸۰۸ شکایتونه ثبت شوي دي. د ثبت شویو شکایتونو له ډلې ۵۴۸۶ شکایتونو ته رسېدنه شوې.
همداراز په ۵۴ امارتي ادارو کې د احکامو او فرامینو د تطبیق له څرنګوالي څخه په دوامداره ډول څارنه شوې او د وزارت ۷۰۲۲ محتسبینو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ۱۰۴ پروګرامونه جوړ شوي دي.
مسوولانو زیاته کړه چې تېرکال په ۳۳۸ مواردو کې په بدو کې د ښځو له ورکولو او ۲۹۵ مواردو کې د ښځو له پلورلو څخه مخنیوی شوی او ۱۳۱۳ دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوي دي.
د امربالمروف وزارت مسوولان وايي چې د تېرکال پرمهال یاد وزارت په هېواد کې ۲۵ شرابخونې او شاوخوا ۳۰زره غیراخلاقي فلمونه لهمنځه وړې دي.
یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سهشنبه، زمري ۳۰مه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلونو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.
د یاد وزارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، تېرکال د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې لهمنځه وړل شوي، ۱۳۲۵۰ نشهیي ټابلېټ نیول شوي او عاملان یې، اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.
همداراز په بازارونو کې د مبتذلو فلمونو خپرونکو ۲۵۶۴۷ کمپیوټرکارانو د فعالیت مخنیوی هم شوی دی.
د دې ترڅنګ، په ۲۷۵۱۸ امارتي او غیرامارتي ادارو، ۴۱۹۳۶۹ مسجدونو، ۹۶۳۵۵ ښوونیزو، تحصیلي او روغتیایي مرکزونو، ۶۸۹۷۹ هوټلونو، ۳۹۲۱۸ حمامونو او سلمانیو، ۱۵۵۷۵ سپورټي کلبونو او ۵۰۰ د خیاطۍ هټیو او نورو عامه ځایونو کې د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې په موخه، هم اړین اقدامات شوي دي.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.