د بشري حقونو شورا: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو واکمني نورماله نه کړي

336
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د طالبانو واکمني نورماله نه کړي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۱۵مه د نړیوالې ټولنې له ملاتړ برخمن جمهوري نظام ونړېد او طالبان چې شل کاله یې جګړه کوله یو وار بیا وتوانېدل واک ته ورسېږي.

ارشیف: په افغانستان کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: په افغانستان کې وسله‌وال طالبان

د دوی له بیا واکمنېدو درې کاله تېرېږي، خو نړیواله ټولنه ترې ناخوښه ده او وايي چې د خلکو پر وړاندې یې خپل مسوولیتونه نه دي ادا کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې په دوامداره توګه یې تېر درې کاله د افغانستان بشري وضعیت تعقیب او د بشري ناخوالو او تاوتریخوالو پېښې مستند کړي، یو وار بیا د طالبانو له خوا له خلکو په تېره ښځو او نجونو سره په چلند کلکې نیوکې کړي دي.

د دغه سازمان ځانګړو راپور ورکوونکو، متخصصینو او کاري ډلو د طالبانو د درېیو کلونو د واکمنۍ په اړه یې یوه مفصله اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو حقونه د یوه داسې رژیم له‌خوا چې مشروعیت نه لري تر پښو لاندې شوي دي.

ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.
ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

د اعلامیې په اساس طالبانو د جنسیت په اساس د ظلم یو سیستم غوره کړی او تر اوسه یې شاوخوا اتیا محدوونکې اعلامیې او فرمانونه ورکړي چې اکثر یې ښځې او د هغوی حقونه هدف ګرځوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په دې اعلامیه کې ټينګار شوی تر هغو چې د بشري حقونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه نه وي شوي د واکمنو (طالب) چارواکو د عادي سازۍ لپاره باید اقدام ونه شي.

اخوا د بشري حقونو د څار سازمان هم تېر درې کاله د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو لپاره تیاره او له ترخو شېبو ډک بولي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، کوم هېوادونه چې له طالبانو سره په تماس کې دي باید په مکرر ټول هغوی ته ووایي چې د افغانانو د حقونو نقض د افغانستان نړیوال مکلفیتونه اغېزمنوي.

مېرمن عباسي وايي: په افغانستان کې د بشري حقونو جدي نقض روان دی چې طالبان یې مسوول دي.

هغې ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه: “په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو وضعیت ډېر بد دی، څه باندې ۲۳میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي، دې کې زیانګالې ښځې او ماشومان دي، تر څنګ یې د بشري حقونو جدي نقض روان دی چې طالبان یې مسوول دي.”

مېرمن عباسي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان لپاره په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي او په نړۍ کې د بشري حقونو دغه جدي بحران ته د پای ټکی کېږدي.

طالبان له بیا واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، په تعقیب یې ښځې له مدني فعالیتونو او غونډو منع کړې او د کار پر وړاندې یې پراخ محدودیتونه ولګول. د نجونو پر مخ یې پوهنتونونه هم وتړل.

خو طالبان بیا وایي چې د نجونو او ښځو حقونه د افغانستان یوه کورنۍ مسئله ده هغه خبره چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یې کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د غړي په توګه په دې برخه کې نړیوال مسوولیتونه او مکلفیتونه لري.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی/ ازادی رادیو

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.