د کډوالۍ نړیوال سازمان یا “آىاوایم” وايي، له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.
“آىاوایم” په دې تازه راپور کې چې د “د هيلو پر لور د افغان کډوالو مرګونى وحشتناک سفر” په نوم د جمعې په ورځ خپور شوی، ویلي چې د دغو کډوالو یو میلیون اروپا ته پنا وړې او ٨۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
راپور زیاتوي چې ډېری افغانان د پاسپورټونو او ویزو د نه ترلاسه کولو له امله نورو هېوادونو ته پر ناقانونه لارو ځي او په ډېرو مواردو کې له پولو هاخوا انساني قاچاقبرانو ته پیسې ورکوي.
د کډوالۍ د نړيوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې کوم افغانان چې له اسنادو پرته له پولو اوړي په ګاونډیو هېوادونو کې د بشري حقونو له سرغړونو او ګواښونو سره مخ کېږي.
ياد سازمان زیاتوي چې له اسنادو پرته دغه افغانان تر ډېره له “ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي ډک چلند” سره مخ دي.
د “آىاوایم” د راپور له مخې، نږدې ۷۰ سلنه افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله تللي.
راپور زياتوي، له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر هم د پام وړ زيات شوى چې په ۲۰۲۳م کال کې نږدې یو میلیون افغانان له ایران څخه بېرته راستانه شوي چې له ډلې يې ۷۰ سلنه یې بې اسناده افغان کډوال دي.
یو شمېر افغانان امنیتي ګواښونه، بېکاري او د خپلو لورګانو زدهکړه له هېواده د وتلو اصلي لاملونه بولي.
د ښځو د حقونو د خوندیتوب د برخې یوې فعاله سیما ستانکزۍ چې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په جرمني کې کډواله ده، د امنیتي ننګونو سربېره د هغو نورو ستونزو په اړه چې دا یې کډوالۍ ته مجبوره کړه، ازادي راډیو ته وویل: “اروپا ته زما د راتګ مهم لامل دا دی چې زه نه غواړم لورګانې مې په جهالت او تیاره چاپېریال کې رالویې شي، له همدې کبله مې وطن پرېښود څو لورګانې خپل درسونه ووايي په راتلونکې کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.”
خو یو بل افغان کډوال عبدالغفار خان چې دا مهال د افغانستان په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې دی، وايي چې له افغانستانه یې د وتلو لامل امنیتي ګواښونه وو.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې که څه هم د جرمني کېس لري، خو له درېیو کلونو راهیسې په اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
نوموړي زیاته کړه: “د اکټوبر د میاشتې په ۲۷مه نېټه پاکستان ته راغلم، شاوخوا درې کاله کېږي چې دلته یم، جرمني ته مې چې کوم کېس درلود هغوی زما په حق کې بې عدالتي وکړه او په نیمه لار کې یې پرېښودم، د ډیریو کسانو کېسونه ومنل شول ځینې یې رد او د یو شمېر نورو برخلیک یې معلوم نه دی.”
په همدې حال کې یو افغان خبریال امېد پویا چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ایران ته کډوال شوی، ازادي راډیو ته وايي چې له ایرانه د شړلو له ګواښ سره مخ دی.
پویا وویل: “هره ګړۍ د شړلو له ګواښ سره مخ یم، موږ هم د هغو کسانو له ډلې یوو چې زیانمونکي وو او ایران ته کډوال شو، زما په څېر زرګونه افغانان کډوال شول چې ډېری د بشري حقونو فعالان او خبریالان وو، اوس زموږ برخلیک نه دی معلوم او ډېر په بد وضعیت کې شپې سبا کوو.”
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان له پاکستان او ایرانه غوښتي چې د وضعیت تر ښه کېدو افغانستان د کډوالو له شړلو ډډه وکړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په داسې حال کې د کډوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه ښي او پاکستان او ایرانه غواړي چې د کډوالو د وېستلو لړۍ دې بنده کړي چې یادو دواړو هېوادونو په وروستیو کې د هغه افغانانو چې قانوني اسناد نه لري د اخراجولو لړۍ چټکه کړې ده.
ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.