سيګار: له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی

375
53 دقیقې مخکې

د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا څارونکې ادارې يا سيګار ويلي دي چې په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو له خوا ګواښ اوس هم موجود دی. دغه ادارې د داعش، القاعدې شبکې او پاکستاني طالبانو نومونه ياد کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې واک ته په دويم ځل د طالبانو له رسېدو راهېسې تر دوو کلونو ډېره موده تیره شوې، د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا د څارونکې ادارې يا سيګار مشر د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې له دغه هېواد څخه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ متوجې دی.

د سيګار په رپوټ کې چې په څلورو مياشتو کې يو ځل خپريږي، د داعش ترهګرې ډلې او همدا راز د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي او د القاعدې شبکې نومونه ياد شوي دي.

په ماضي کې د داعش پاخه سنګرونه د پاکستان سره په سرحدي سيمو کې وو.

د سيګار په رپوټ کې زياته شوې ده چې دا جهادستي ډله زياتره شعيه هزاره اقليت په نخښه کوي چې د واکمنو طالبانو له خوا د يوازې «ډېر لږ محافظت» څخه برخمن دي.

دې ډلې د جنورۍ مياشتې په سر کې په ګاونډي هېواد  ايران چې اکثريت وګړي یې شعيه مذهبه دي، د يوه ځانمرګي بريد پړه ومنله، چې څه نا څه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د سيګار رپوټ زياتوي چې د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» ډلې هم د ۲۰۲۳م کال په وروستۍ ربع کې د تر سلو ډېرو بريدونو ترسره کولو ادعا کړې وه. ويل شوي دي چې له دې ترهګریزو بريدونو څخه یې د ډېرو هدف په سرحدي سيمو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو غړي ول.

په پاکستان کې هم مخکښو سياستوالو امنيتي انديښنې د ټاکنیزو کمپاينونو په ترڅ کې د يوې مهمې مسئلې په توګه يادې کړي دي. په پاکستان کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۸ نيټه پارلماني ټاکنې کيږي.

په دې وروستيو کې کارپوهانو په افغانستان کې د القاعدې شبکې عمليات هم مشاهده کړي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه رپوټ په حواله که څه هم د دغه ډلې [القاعدې شبکې] وړتياوې د پام وړ محدودې شوي دي، خو دا ډله اوس هم نړيوال اهداف لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.