د ټرانسپورټ وزارت د چارواکو او اوزبکستاني پلاوي لیدنه: د ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا هوکړه وشوه

571

د اوزبکستان د سوداګریزو چارو یو پلاوی د تېرې شنبې په ورځ له ا.ا او خصوصي سکټور سره د دواړو هېواونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی. د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولان وایي، د اوزبکستان دغه پلاوی د افغانستان سوداګریز بندرونو ته ورغلی او تر لیدنې وروسته یې د افغانستان له لارې له هند او پاکستان سره د ټرانزېټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت وياند امام‌الدين احمدي سلام‌طندار ته ویلي، اوزبکستاني پلاوي ژمنه ورسره کړې چې له افغانستان څخه به ډېر شمېر باروړونکو لاریو ته د اوزبکستان له لارې د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته د تګ اجازه ورکړي. د هغه په وینا، تېر کال اوزبکستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ۷۰۰ زره ټنه مالونه صادر کړي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان هم وايي چې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د ټرانزېټ د پراختیا په برخه کې له هوکړې سره به د اوزبکستان له لارې د افغان سوداګرو د مالونو لېږد لپاره د ټرانزېټ لوړ فیس او د ویزو د نشتوالي ستونزه هم حل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د ټرانزېټ پراختیا له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره هم اړینه ده.

نوموړی زیاتوي: «مخکې چې موږ له نورو هېوادونو سره د افغانستان له لارې ټرانزېټ درلود، ستونزې یې لرلې، د ټرانزېټ فیس لوړ و؛ په دې برخه کې هوکړه وشوه چې د ویزې فیس باید کم او سوداګرو ته پر خپل وخت ورکړل شي، څو هغوی یې بازارونو ته لاسرسی ولري.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي وايي، که د اوزبکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزېټ له اسانتیاوو څخه په سمه توګه کار واخیستل شي، د ټرانزېټي اړیکو پراخېدل به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

د يادونې ده چې د اوزبکستان د سوداګریزو چارو یو پلاوى چې د سوداګرۍ او ټرانزېټي اړيکو د پراختيا په موخه تېره شنبه افغانستان ته راغلى و، دلته یې د اسلامي امارت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو همکاریو یې ورسره خبرې کړې دي.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.