د هېواد په کچه څه باندې ۷۲ زره مټریک ټنه مالوچ راټول شوي دي

724
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت: د هېواد په کچه څه باندې ۷۲ زره مټریک ټنه مالوچ راټول شوي دي
راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا۲۴)
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د احصایې د شمېرو له مخې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه په ۵۴ زره او ۸۶۹ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۷۲ زره او ۴۹۳ مټریک ټنه مالوچ راټول شوي دي.
ياد وزارت يادونه کړې ده، چې  پنبې ډېری کروندې د بلخ، تخار، کندز، ننګرهار، هرات، نیمروز، بغلان او جوزجان وپه ولایتونو کې دي او ډېری حاصلات یې هم له همدغو ولایتونو راټول شوي دي.
پنبه د صنعتي نباتاتو له ډلې دي، چې په ملي او نړیواله کچه ډېر پېرېدونکي لري. په افغانستان کې له پنبې څخه د خوړنیزو توکو له چمتو کولو نیولې آن تر پوښاک پورې ترې ګټه اخیستل کېږي او په افغانستان کې د پنبه دانې غوړي په اخلې پخلې کې ډېر کارول کېږي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.