ترکيې په انګليسي ژبه د خپل نوم د اړولو پرېکړه کړې ده او ملگرو ملتونو یې هم وړاندیز منلی دی. تر دې مخکې هم یو شمیر نورو هېوادونو لا پخوا خپل نومونه اړولي ول. خو ولې؟
ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې ويلي دي چې ترکيه غواړي خپل انګليسي نوم “Turkey” په “Turkiye” واړوي. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د تیر کال په دسمبر مياشت کې د خپل هېواد د نامه د نوې بڼې په هکله ويلي وو چې »هغه تر ټولو ښه اصطلاح ده چې د ترکي ولس د کلتور، تمدن او ارزښتونو غوره استازيتوب کوي.« دا هغه وخت و چې د ترکيې حکومت په خپل رسمي نامه کې د بدلون راوستلو اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند د جمعې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته د یادې موضوع په هکله وویل چې ملګرو ملتونو «د ترکیې د نامه د بدلون په هکله رسمي درخواست منلی دی.» د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر څه موده وړاندې په ملګرو ملتونو کې دغه درخواست وړاندې کړی وو. ترکیه همدا راز غواړي چې په فرانسوي او هسپانوي ژبو کې هم ورته د ترکیې نوم وکارول شي.
دغه نوی نوم ښايي په دې پورې هم اړه ولري چې اردوغان دې ته حيران و چې هېواد يې د فيلمرغ له پاره له انګليسي نوم “Turkey” سره سل په سلو کې ورته والی لري. د ترکيې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ويلي ول چې دغه بدلون د اردوغان له خوا د پيل شوي داسې کمپاين يوه برخه ده چې هدف يې »زموږ د هېواد د ليبل د ارزښت لوړول دي.«
په انګليسي ژبه کې د فيلمرغ کليمې رېښه په رښتيا هم د ترکيې هېواد له نامه سره تړاو لري. پخوا به د تيتر په نوم تورې بڼکې لرونکي چرګان د ترکيې له لارې اروپا ته صادرېدل چې له کبله به هغه »د ترکيې چرګان« يا “Turkey-hens” بلل کېدل. د شمالي امريکا ناقلينو بيا دغه کليمه په امريکا کې د مېشتو فيلمرغانو له پاره وکاروله.
خو ترکيه يوازنی هېواد نه دی چې خپل نوم يې اړولی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د مقدونيې جمهوريت له يونان سره د شخړې په نتيجه کې د »شمالي مقدونيې جمهوريت« په نوم ونومول شو. د ۲۰۱۸ کال په اپريل کې سوازيلند په ايسواتيني ونومول شو، ځکه چې سوازيلند د سويس له انګليسي نوم سويزرلند سره مغالطه کېده. سريلنکا حتی په ۱۹۷۲ کال کې خپل نوم له سيلان څخه اوسنۍ بڼې سريلنکا ته بدل کړی و، ځکه چې سيلان د استعمار پرمهال د دغه هېواد نوم پاتې شوی و.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.