افغانستان کې د طالبانو حکومت رسنیو ته امر کړی، هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي او یا هم ټولنیزه محتوا ولري، دوی (طالبانو) سره له همغږۍ پرته خپاره نه کړي.
خبریالان وايي د طالبانو دغه ګام د رسنیو پر ازادۍ یو بل ګزار دی.
په یوه رسمي مکتوب کې چې رسنیو ته استول شوی او بي بي سي پښتو پاڼې یې یوه کاپی لېدلې، راغلي: ” له دې وروسته ټولې رسنۍ اړې دي چې کوم سوداګریز اعلانونه خپروي او سیاسي، امنیتي یا ټولنیزه منځپانګه ولري، له خپراوي وړاندې باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو څار ریاست سره همغږي وکړي”
د طالبانو په مکتوب کې چې د دوی د ویاند او د اطلاعاتو کلتور وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد لاسلیک پرې شوی، په ټولو ولایتونو کې اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته ویل شوي چې خبریالان له دغې پرېکړې خبر کړي.

د عکس تشریح،
په افغانستان کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ څښتن چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم واخیستل شي، بي بي سي سره خبرو کې وویل د طالبانو له لوري داسې مکتوبونه ور استول شوي، چې پکې د سوداګریزو اعلانونو د خپرولو په تړاو د نويو بندیزونو یادونه شوې.
د دغه ځايي خبریال په ټکو: “طالبان زمو پر وړاندې خنډونه جوړوي، د رسنیو د چلولو هره لار بندوي، له دې وړاندې یې پر موږ موسيقي او د ښځو غږ بند کړ، وروسته یې په اعلاناتو کې موسيقي بنده کړه، بیا یې د عامې روغتیا اعلانات بند کړل او بالاخره اوس غواړي په دې ډول پر موږ هر څه بند کړي او دې ته مو اړ باسي چې رسنۍ وتړو”
د طالبانو په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د رسنیو څار برخې مشر عبدالحق حماد بي بي سي پښتو ته ومنله چې دغه مکتوب یې ټولو رسنیو ته استولی دی، خو ټینګار کوي چې موخه يې پر رسنیو محدویت نه دی- هغه څه چې خبریالان یې نه مني.
ښاغلی حماد وايي: ” دا د هر نظام حق دی چې له سیاسي اعلاناتو او فعالیتونو خبر وي.”
له هغې راهیسې چې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمني ټینګه شوې، پر رسنیو او خبریالانو کمساري بندیزونه لګول شوې دي.
افغانستان کې د خبریالانو بنسټونه وايي، په دغه هېواد کې له ۴۰ سلنه ډېرې رسنۍ د کاري محدوديت او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي.
د خبریالانو د ملاتړ ټولنې دارنګه وايي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي.
په همدې موده کې تر شپږ زرو ډېرو افغان خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په سلگونو رسنۍ تړل شوې دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه وايي طالبان د دغو پېښو په اړه ځواب نه وایي.
د افغانستان په تېره شل کلنه ولسواکۍ کې د رسنیو پراخ فعالیت او ازادي له مهمو لاسته راوړنو بلل کېده چې آن سیمه کې کمسارې وه.
خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره بېلا بېل بنسټونه وايي د رسنیو او خبریالانو د فعالیت او کار لپاره د پخوا په څېر خوندي او ازاد چاپېریال نشته او د طالبانو له لوري له سختو فشارونو سره مخامخ دي.
د طالبانو له لوري رسنیو سره دا ډول چلند په کور دننه سربېره د نړیوالو نیوکې هم زیاتې کړي او په پرله پسې ډول یې له طالبانو غوښتي چې پر رسینو بندیزونه ختم او له نرمښت کار واخلي.
طالبان بیا پر رسنیو فشار او بندیزونه نه مني او تر دې دمه د دوی په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه تر سترګو کېږي
BBC/PASHTO
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320


Comments are closed.