طالبانو د کندز ولایت په مرکز کې يوه پولیسه له خپل کوره تر ايستلو وروسته په کوڅه کې په ډزو وژلې ده. په کابل کې د امریکا سفارت ويلي چې د طالبانو له خوا په نیول شوو سیمو کې د بشري ضد کړنو د پټولو د هڅو رپوټ ورته رسیدلی دی.
د کندز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني د پنجشنبې په ورځ دویچه ویله ته د دغې پيښې په تائيد سره وویل چې د پولیسو دغه افسره د کندز ښار د دوهمې حوزې اړوند د خواجه مشهد په نوآباد سيمه کې اوسیده. رباني وويل چې دغې افسرې د کندز د امنیه قوماندانۍ په یوه ټولي کې دنده ترسره کوله. هغه زیاته کړه: «طالبانو د کندز ښار تر نيولو وروسته، وړمه ورځ د خواجه مشهد په نوآباد سیمه کې د پولیسو دغه افسره له خپل کوره را ايستلې، په ډزو يې وژلې او جسد يې په کوڅه کې غورځولی دی.«
په کندز ولایت کې د ښځو د حقونو او مدني فعاله، زرګل عالمي هم دغه پيښه تائيدوي. هغې دویچه ویله سره په خبرو کې د وژل شوې افسرې نوم ظریفه وښود چې د دې د لور، تینا اعظمي همکاره وه او دوی د کندز د امنيه قوماندانۍ د جلب و جذب په څانګه کې کار کاوه. هغې زياته کړه چې طالبانو د دې د لور پسې هم لټون کاوه، خو دوی وتوانیدل چې له کندزه کابل ته وتښتي. هغې وويل: «لور مې ډیره ډاره شوې ده روحي حالت يې ښه نه دی. موږ دلته په کابل کې هم هره شيبه د خطر احساس کوو.«
زرګل عالمي وايي چې په وروستيو کې يې د لور او د هغې د همکارانو انځورونه د پولیسو په یوه مجله کې چاپ شوي ول او دغه مجلې اوس د طالبانو لاس ته لويدلي چې طالبانو د هغو تر لیدلو وروسته د دغو ښځينه پولیسو لټون پیل کړی دی.
د کندز ښار اوسیدونکي د دغه ډول مسايلو اړوند خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي. خو د دغه ښار يوه اوسیدونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط دویچه وېله ته وويل چې د طالبانو لخوا يې خلکو د ګواښ کولو کومه پيښه نه ده ليدلې.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي دویچه ویله ته وویل چې اوسمهال ېې په کندز کې همکاران فعال نه دي، په همدې دليل ېې په سملاسي توګه په دې اړه د څه ويلو ډډه وکړه. خو هغه زیاته کړه چې د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته به دغه موضوع شریکه کړي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم دويچه ويله ته ويلي چې »دی فکر نه کوي مجاهدينو یې دې داسې کوم کار کړی وي.« نعیم زیاتوی: «مطلب مجاهدین داسې کار نه کوي او نه اجازه ورته شته چې تسلیم شوي کسان ووژني.»
خو طالبان د اکثرو دغه ډول پيښو مسئولیت نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ په کابل کې د امریکا سفارت ويلي وو چې د طالبانو له خوا په نيول شوو ولسواليو کې د بشر حقونو د سرغړاوي پيښو د پټولو په موخه د خصوصي او عامه رسنیو د بنديدو راپور ورکړل شوی دی. سفارت په دې لړ کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو څخه د سرغړاوي پيښو ته اشاره کړې وه. زیاته شوې ده چې دغه رپوټ د ځايي خلکو او ناظرانز لخوا رسیدلی دی.
په شمال ختيځ کې پروت د کندز ولایت مرکز د شنبې په ورځ (د اګست ۸مه) د طالبانو لاس ته ولوید، تر هغه وروسته دغې ډلې د څلورو نورو شمالي او شمال ختيځو ولایتونو، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان مرکزونه هم ونیول.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.