د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي،چې سولې ته د رسېدو لپاره دې اشرف غني واک پرېږدي،هغه ویلي، موږ په افغانستان کې د قدرت انحصار نه منو او په وینا یې، تر څو چې اشرف غني له واکه لېرې او یو نوی حکومت نه وي رامنځته شوی، سولې ته رسېدل ناممکن دي.
پاکستان له اول څخه د ولسمشر محمد اشرف غني څخه ناخوښ او قدرت ته د ده رسیدل یې د ځان په خاطر لوی خطر بللی او د هغه په اړه یې تل تونده او سپکه ژبه هم کارولی ده، چې ښه بېلګه یې د پاکستان د استخباراتو پخوانۍ رییس اسد دوراني په خپل کتاب ( د جاسوسۍ پیښلړ،RAW، ISI او د سولې وهم ) نومي کتاب کې چې د هندوستان د استخباراتو پخواني ریيس امر جیت سینګ دولت سره یې یو ځای د یوه ډیالوګ په شکل لیکلی سخته تونده او سپکه ژبه کارولی او غني یې هر وخت د پاکستان ضد او د پاکستان لپاره ستر خطر بللی دی،د کره معلومات په خاطر د دې کتاب ( ۱۲۳ مخ، ۲۸۹، ۲۹۰ ،۲۹۲ مخونه ) د ولوستل شي، او د طالبانو اوسنۍ وړاندیز څخه هم همداسې ښکاري، چې دا خبره د پاکستان د استخباراتو د خولې او ارمان خبره ده.
بلخوا، ولسمشر غني په وار وار ويلي، وسله وال طالبان سوله نه غواړي، او په وینا یې، پلان یې جوړ کړی له ۳ نه تر ۶ میاشتو به یې سخت وځپي. هغه امنیتي ځواکونو ته هم ډاډ ورکړی چې څه ډول امکانات او ملاتړ غواړي، ورته یې برابروي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.