له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته ترکیه اماده ده، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره خپل سرتیري واستوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، چې له کومې وېرې پرته افغانستان ته د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو لپاره خپل سرتیري استوي.
نوموړي بروکسل ته له تګ وړاندې په انقره کې خبریالانو ته ویلي، چې ترکیه کولای شي، چې یاد ماموریت په بریالي ډول ترسره کړي او په همدې تړاو یې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم خبرې شوې دي.
اردغان یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې طالبانو ویلي وو، چې افغانستان کې به د هیڅ بهرني سرتېرې شتون ونه مني او که چېرې ترکيي عسکر افغانستان ته راشي؛ نو دوی به یې پر وړاندې جګړه وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.