د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ بیا ځلې پیل شوه

667

د عامې روغتیا وايي، چې له چین څخه رارسیدلی واکسین تر اوس مهال ۱۳ ولایتونو ته رسیدلی، چې تر سبا ورځې به ټولو ولایتونو ته ورسیږي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر وحید مجروح نن د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې له چین څخه د کرونا ناروغۍ ۷ سوه زره دوزه  رارسېدلي واکسین څخه به ۳۵۰ زره تنه مستفید شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا ځل به ۱۰ کټګوريو خلکو ته د کرونا واکسین تطبیق شي، چې په کې به کډوال، کوچیان، د بانک کارکوونکي، د احصایې او پاسپورت ادارې کارمندان، تر ۵۵ لوړ عمر لورنکي کسان، د تنفسي، زړه او وینې ناروغان شامل وي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د یاد واکسین د ښه تطبیق په موخه به کابل کې ۱۸ مرکزونه پرانیزي.
مجروح له هېوادوالو غوښتي، چې په راتلونکو دوه اونیو کې دې صحي تدابیر مراعات کړي؛ ځکه د کرونا دریمه څپه په خپل اوج کې روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۹۷ کسان په کرونا ناروغي اخته شوي او ۸۵ نورو کسانو د یادې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.