متحده عربي اماراتو تیرکال له واده کولو پرته د يوې ښځې او نارینه ترمنځ ګډ ژوند او د جنسی رابطې عمل د جرمونو له نوملړ څخه وښکه. خو هغه ماشوم چې د دا ډول رابطې په نتیجه کې دنیا ته راځي قانوني ستونزې ورته په مخ کې پرتې دي.
د نوي زیږيدلي ماشوم د راجستر کولو له پاره د واده سند يا نکاح خط غوښتل کيږي.
متحده عربي اماراتو په ۲۰۲۰م کال کې داسې يو قانون تصویب کړ چې له مخې يې يو نارينه او ښځه کولی شي پرته له دې چې واده يې کړی وي، ګډ ژوند سره وکړي او جنسي رابطه برقراره کړي. دغه عمل د جرمونو له لست څخه وښکل شو.
آیا له واده پرته حامله ښځه روغتيايي خدماتو ته رسیدګي لري؟
د نوي قانون له نافذیدو سره سره د عربي اماراتو په روغتونونو کې د واده سند درلودلو پرته د حامله ښځو له پاره د روغتيايي خدماتو سهولتونه موجود نه دي. ځکه چې روغتيايي بیمه د دا ډول افرادو مصارف نه ورکوي.
دغه راز هغه ماشوم چې د دا ډول رابطې په نتیجه کې دنیا ته راځي نه راجستر کيږي.
د راجستر اداره د ماشوم د راجستر کولو څخه مخکې د هغه د والدين د نکاح خط غوښتنه کوي. د نکاح خط پرته داسې ماشوم د روغتيايي بیمې سهولت هم نه شي ترلاسه کولی. حقوق پوهان وايي چې په دې تړاو کوم حکومتي مقررات هم نشته.
د نوی قانون له مخې اوس له واده پرته حامله ښځو له پاره هيڅ سزا نشته، خو د ماشوم د ثبت و راجستر له پاره يې سهولتونه شتون نه لري. داسې میرمنې د حمل پر وخت د روغتيايي مرستې په لټه کې وي، خو هيڅ ډول اسانتياوې ورته موجودي نه دي.
د ماشوم راجستر بلاخره څنګه کیږي؟
که د متحده عربی اماراتو په دوبۍ ایالت کې یوه میرمن چې د واده سند نلري او ماشوم زيږوي، د ماشوم راجستر يې امکان نه لري. روغتون کولی شي د مسئلې د حل له پاره پولیس روغتون ته وغواړي او مسئله محکمې ته راجع کړي. په محکمه کې بیا يو قاضي کولی شي د نوي زیږيدلي ماشوم د راجسترکیدو فیصله وکړي.
د دوبۍ روغتيايي چارواکي وايي هغه میرمنې چې د واده سند نه لري او حامله کيږي، هغوی د حاملګۍ د وخت روغتيايي بیمې ته لاسرسی نه لري. روغتیاي چارواکي دغه راز وايي چې اوس مهال هيڅ داسې اراده هم نه لري چې په دغه قانون کې دې بدلون راوړل شي. د متحده عربي اماراتو حکومت، څارنوالۍ او پولیسو تر اوسه د دغې حساسې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.
وکيله لدميلا پامالوا چې په دوبۍ کې اوسيږي وايي چې اوس هم له واده پرته د یوې ښځې مور کیدو ته د جرم په سترګه کتل کیږي. د دوبۍ او شارجې په محکمو کې د واده پرته د جنسي اړيکو قضيې راجع شوي دي، خو د نوي قانون پراساس ېې برائت حاصل کړی دی. لدميلا چې د دا ډول يوې قضيې وکالت يې کړی وايي، له واده پرته د جنسي اړيکو موضوع که حل شوې هم ده خو د زیږیدلي ماشوم د تصدیق او راجستر ستونزې يې په خپل حال پاته دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.