ایپاک ټایمز: د افغان سولې لپاره؛ پاکستان باید د طالبانو له مالي ملاتړ راوګرځول شي

708

 افغانستان کې د رښتینې سولې د راتلو په موخه په لومړي ګام کې اړینه ده، چې پاکستان دې د طالبانو له ملاتړ څخه راوګرځول شي.
امریکا کې د مشهورې رسنۍ ایپاک ټایمز تحلېل کوونکو ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه د سیمې هېوادونو رښیتنې همکاري ته اړتیا لري.
نوموړو د پاکستان تر څنګ ایران او قطر هېوادونو ته په اشاره ویلي، چې یاد هېوادونه دې د طالبانو له مالي او تسلېحاتي ملاتړ لاس واخلي او خپلې رښتېنې هڅې دې وکړي.
د دوی په وینا، که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو پروسه روانه ده، خو که یاد هېوادونه د طالبانو له ملاتړ لاس وانخلي؛ نو بیا به هم افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو سیالي روانې وي.
دوی زیاته وایي، چې طالبان دې د جګړې پر ځای سیاسي هلې ځلې پیاوړې کړي، چې سولې ته ورسېږي.
دغه راز تېره ورځ افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر پر پاکستان یو ځل بیا نیوکه کړې وه، چې افغانستان کې دې خپلې نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
نوموړي طالبانو ته په اشارې ویلي و، چې اسرایلو له فلسطین سره اوربند وکړ؛ خو طالبان لا هم افغان وژنې ته دوام ورکوي او اوربند ته غاړه نه ږدي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.