طالبان ـ د پوليو ضد واکسيناسيون ملاتړ به وکړو

0 1,207

د افغانستان د روغتیا وزارت د پولیو ويروس ضد نوی کمپاين د پنځه کلونو په کم عمر کې د ۹،۹ ميلون ماشومانو له پاره پيل کړی دی. طالبانو اعلان کړې، چې د روغتيايي خدمتونو له پاره اسانتياوي برابرول خپل مسولیت ګڼي 

په افغانستان کي د پوليو ضد واکسين د کمپاين عمومي مسؤل، ميرجان راسخ د آلمان خبري آژانس ته وويل، چې کابو ۶۵۰۰۰ روغتيايي کارکونکي د دغه پنځه ورځني کمپاين ترسره کولو له پاره ګمارل شوې دي. تیر کال ۳،۴ ميلونه ماشومان د ماشومانو د فلج يا د ګوزن ناروغۍ له واکسینو څخه بې برخې شول، چې  په پايله کې شا او خوا ۶۵ ماشومانو د ناروغه کيدلو پيژندنه شوې.

دا په روان ميلادي کال کې د  ګوزن  پوليو واکسیناسيون لومړنی کمپاين دی چې پنځه ورځې به دوام وکړي. د روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د پوهاوي ورکونکي، ميرجان راسخ دویچه ویله ته وويل، چې په وروستیو دريو کلونو کي د امنيتي ستونزو له کبله کابو دري ميلونه ماشومان د چمتو شويو واکسیین له تطبيق کولوڅخه بې برخې شول. دغه ماشومان ډير شمير يې د افغانستان په سویلي زون او هغه سيمو کي چې د طالبانو په کنترول کي دي له واکسین کولو بې برخې شوي دي.

راسخ د کور په کور د کمپاين کولو مخنیوي څخه اندیښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د واکسینو نه تطبيقول د دې سبب شوی چې په سلونو ماشومان د ګوزن ويروس له خطر سره مخ شي. د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

برسيره پر دې ناامنۍ او په ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا ويروس خپريدل هم د پوليو واکسينو د پنځه ورځڼي کمپاين د خندیدلو سبب شوي. په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هیواد کې ۵۶ ماشومان د ګوزن په ناروغۍ اخته شوي دي. د پوليو د پوهاوي ورکولو مسولينو په وينا ۷۵ سلنه پيښې د طالبانو ترکنترول لاندي سیمو کي رامنځ ته شوې دي. دا هغه سيمي دي چې طالبانو يې کور په کور د واکسين کولو کمپاين مخه نيولي وه. د پوليو له منځه وړلو پروګرام عمومي مسؤل زياتوي:« يوه جدي انديښنه شتون لري، که چيرې دغه ماشومان چې شمير يې کابو درې ميلونو ته رسیږې په روان کال کې له واکسین کولو پاتې شي، امکان لري چې د پوليو پيښې زیاتې شي.»

د افغانستان د روغتیا وزارت په افغانستان کي له ټولو په جګړه کي ښکيل ډلو څخه غواړي چې ماشومانو له پاره د واکسین کولو لارې هوارې کړي. د دغه وزارت په وینا د واکسین تطبيقولو کي ستره ستونزه د افغانستان سويلي حوزه کې په خاصه توګه د هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او غزنی سيمي دي. اوس چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي نو د روغتیا وزارت له دواړو خواو غواړې چې د پوليو واکسینو څلور پړاونو له پاره د افغانستان په سويلي ولايتونو کی د تطبیق لارې هواري کړې.

دغه ځل طالبانو اعلان کړی چې د پوليو واکسینو له تطبيقولو څخه ملاتړ کوي. د طالبانو ویاند، محمد نعيم د دوشنبې په ورځ په خپل ټويټ کې ليکلې، چې د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستي صندوق (يونسیف) تيره ورځ د طالبانو له معاون ملابرادر سره کتلي او د دغه روغتیای پروګرام په خاص ډول د پوليو واکسیونو د تطبيق په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

د طالبانو وياند وايې، چې د  طالبانو ډله د دغه پروګرام عملي کول خپله دنده او مسوليت ګڼي. د طالبانو د وياند د ټويټ په يوه برخه کې د ملا برادر خبرې راغلي چې هغه د نړۍ روغتیا سازمان ته د خپلې بشپړې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ. د پوليو ويروس په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو اوس هم په افغانستان او پاکسنان خپور دی.

دوچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply