ولسمشر محمد اشرف غني ته مشوره

0 906

ولسمشر محمد اشرف غني ته مشوره :

د توان تر کچې خپله هڅه او منځلاري اوسئ

((لايکلف الله نفسًا إلا وسعها)) / ((وأنّ ليس للانسان الاّ ما سعی))

((خير أمورکم أوسطها))

((أمراً بين أمرين وخير الأمور أوسطها)) [من أقوال الحکماء]

د حضرت عمر وحضرت علي رضی الله تعالی عنهما په څېر عدالتونه به ګران وي، خو انسان تر خپلې وسې پړ دی

يادښت :

زما خو نوره وسه نه رسي، خو د خپل ملي – اسلامي واخلاقي رسالت له مخې به درته ستاسې د هېوادنۍ بېکچې مينې په پار په ټولو سپېځلو ځايونو کې د برياليتوب دوعا وکړم. که مې وسه وشوه، نو انشاء الله په مدينه وحرم کې به درته لږ تر لږه يو – يو ختم وکړم او په عرفات کې به دې هم له دوعا هېر نه کړم. په دې هيله چې دا هېواد نور له دې څلوېښت کلنې غميزې، له جهادي وطالبي غويمنډه خلاص او يو ښه فعال دولتي سيستم باندې عيار کړئ. په دې هيله چې بيا اجرائيوي پوست رامينځته نه کړئ او قيمتي وخت مو پر بېځايه لالېچونو هدر نه کړئ! دا ننګياليو او د عظمتونوخاوره ((ټاټوبی))  نوره له هر ډول ګواښونو سمه ژغورل غواړي. د ولس هيلې تاسې ته دي.

ښاغلی ولسمشر،

زما مشوره خو تاسې دا ده چې د خپلې وسې زياته پرړه مه کوه!

د خپلې وسې و توان په کچه کوښښ کوه!

تاسې ته پته ده چې زموږ جهادي زورورو هم په پيل کې د حضرت أبوبکر صديق و حضرت عمر رضی الله تعالی عنهما غوندې نګه ((سوچه)) اسلامي خلافت و سوچه اسلامي شريعت نافذوو، خو ولې وروسته مو وليدل چې د بل پر مالي ونظامي ولوژيستيکي بسپنه له جهادي وکډوالۍ چاپېريالۍ راواخله تر ننه پورې د بل چا له لورې تغذيه کيږو.

غوره جهاد د الله تعالی په نزد دادی چې بل څوک درنه ازار نه شي او نه دې چا ته بېضرورته لاس اوږد شي. صوفي شاعر عبدالرحمن بابا همدغه ټکې ته اشاره کړې ده:

د من دارو چې وخورم نه يې غواړم

ما رحمان لره درمان د مسيحا

زما په اندتاسې لپاره به غوره جهاد (سرښندنه) دا وي چې تاسې د هېواد پر ښې راتلونکې جوړونې، سيستم جوړونې او ولس په ملي – اسلامي روحيې سنبال کړئ. د دغسې عمري عدالت او بېمثاله حکومت ((اسلامي نظام)) جوړونې نارې سورې ډېرو وهلي دي، خو چې وسه يې رسېدلې، تر چا مخکې يې د اسلامي نظام د بربادۍ او بدنامولو هڅه کړې ده. موږ وتاسې يو بل سره ښه پېژنو. زما شخصًا دغسې بېځايه پرړې نه خوښيږي او نورو ته مې هم مشوره دا ده چې لږ تر لږه خو انسان خپل ځان سم کړي.

ښه به داي وي چې :

  • انسان نه ظالم او نه مظلوم واقع شې ((خپله دفاع))
  • هېواد او ولس د نورو له احتياجه راخلاص کړه
  • افغان کډوال راخپل (راهېواد ته) کړه
  • د ولس او د ټولنې سهولت او ښېرازتيا ته پاملرنه
  • زده کړه او کارمندنه
  • هېواد له زمکنۍ، هوايي واقتصادي انحصاره راخلاصول
  • مثبتې وپايداره سولې ته کار
  • د هېواد امنيتي – دفاعي و هوايي ځواکونو سنبالول
  • اوبه مهارول ((مديريت)) او د ځنګلونو ساتنه
  • لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله ټولګټې پروژې رامينځته کول
  • خصوصي سکتور لوړول او داسې نور.

د سولې په پروسه کې لږ احتياط او لا ډېر تدبير ته اړتيا شته. د ښاغلي خليلزاد او د سهيل شاهين په خبرو کې لږ رکاوټ تر سترګو کيږي. خدای مه کړه چې بيا د تېر جهادي وطالبي وخت د ډاکټر نجيب الله په څېر ترخې تجربې تکرار شي.

 

د طالبي وينا له ويناو داسې برېښي چې دغه ډله هېڅ ډول اخلاقي وديپلوماتي اداب او متقابل درناوی نه لري. حکومت او ولس ته سپکاوی کوي، نو له داسې خلکو سره به داسې پټه ونيمکله سوله څه ګټه ولري؟ طالبان لا تر اوسه انسانيت ((تمدن)) يا (civilization) سره اشنا نه دي. د دوی له منفي ومنجمد ذهنيته لا تر اوسه هماغه جهالت، سرتنبه ګۍ، کرکې او د دښمنۍ پيغام راوځي. نه پوهېږم چې ښاغلي خليلزاد له دوی سره څنګه ژبه کړې ده؟ ښاغلي خليلزاد هم اوس خپله ژبه اړولې ده. تر ډېره کچې اوس لاحق وملحوق او يو د بل ضميمه دي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ولسمشر غني: که بيا کامياب شوم نو د حضرت عمر فاروق او حضرت علي په څېر به عدالت پلی کړم

https://rohi.af/fullstory.php?id=78875

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply