د ااا په راتلو هيوادوال ډېر امیدوال وو چې له هيواد څخه جګړه ختمه شوه او خلګ به نور په سوکالۍ او آرام کې ژوند کوي او هيواد به د پرمختګ پر لور روان شي.
خو بد بختانه د څه وخت په تېرېدو سره د بېکارۍ کچه ورځ په ورځ لوړېدله او د خلګو اقتصادي حالت ورځ تر بلي په خرابېدو شو.
او د امارت د مشرتابه له لوري هم داسي فرمانونه صادر شول چې د نړۍ سره يې نه يوازي دا چې د تعامل مخه ډب کړه بلکي واټن نور هم زيات شو .
دا په داسي حال کې چې له نړۍ سره تعامل د کمزورۍ نښه نه، بلکې د حکمت او ملي ګټو د ساتنې یوه مهمه وسیله ده. له نړیوالو سره د متقابل احترام، دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې اړیکې پیاوړې کول د هيواد او اولس د پرمختګ او ترقۍ لپاره ډېر زيات مُهم او ضروري دی چې له دې پرته ترقي ممکنه نه ده .
او د دې پر ځای چې نړۍ د افغانستان د ستونزو برخه نه، بلکې د حل په لاره کې شریک وګڼل شي؛ او افغانستان هم باید د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د حکمت، واقعبینۍ او ملي مصلحت لاره خپله کړي، له بده مرغه داسي فرمانونه صادر شول چې له امله يې له ااا څخه نړۍ وال مایوس شول او هغه ډيپلوماسي او غونډي چې په لومړيو وختونو کې وې، تر دېره حده ختمي او يا هم بېخي کمي شوې .
دا په داسي حال کې چې هېوادونه یوازې په شعارونو نه، بلکې په هوښیار سیاست، متوازنو اړیکو او عملي پرمختګ پیاوړي کېږي .
خو له بده مرغه تر ډېره حده د نړۍ سره د تعامل لپاره هغه څه خنډ ګرزېدلي دي چې هغه په دين اسلام کې هم مُهم نه دي بلکي يوازي د ځينو کسانو خپل طبيعت دی چې له امله يې هيواد له نړۍ څخه ورځ تر بلي واټن پيدا کوي او د هيوادوالو ستونزي او مشکلات زياتېږي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
