د ټاکنيزو منډو ترړو پيل؛
نوماندانو پر لومړۍ ورځ پر يو بل د ژبې پرهارونه جوړ کړل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې پرون، د زمري میاشتې په شپږمه د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او شپېته ورځې به دوام وکړي.
که څه هم د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ له ولسشمر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله پرته نورو نوماندانو کومې ځانګړې غونډې نه وې جوړې کړې، خو دغو دوو نوماندانو پر یو بل توند لفظي بریدونه وکړل.
عبدالله عبدالله له دې پرته چې د چا نوم واخلي وویل؛ «ټول افغانان د افغانستان د تاریخ په اړه مالومات لري او پوهېږي چې غازي امانالله خان څوک و او څه یې کړي او نورو کسانو څه کړي دي.»
د عبدالله څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د هغه موخه ولسمشر غني و او د ده له نیوکې داسې ښکاري چې د افغانستان د خپلواکي د سلمې کلیزې په مناسبت چې کوم کارونه کېږي یا یې هم نمانځنه کېږي، عبدالله عبدالله ترې خوښ دی یا هم لږ تر لږه غواړي چې ولسمشر یې د لاستهراوړنې په حيث یاد نه کړي.
خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا د ملي یووالي حکومت جوړېدو د لامل په اړه وویل؛ «په افغانستان کې د څوکۍ نیولو لپاره جګړې شوې، خلک وژل شوي او موږ نه غوښتل چې بیا په هېواد کې تېرې تجربې تکرار کړو، بلکې یووالی مو غوښت او د ملي یووالي حکومتونه خپلې ستونزې لري.» ولسمشر غني که څه هم د اجراییه رییس عبدالله عبدالله نوم یاد نه کړ، خو ظاهراً یې هغه ته په اشارې وویل؛ «په تېرو نږدې پنځو کلونو کې مې ثابته کړه چې څومره زغم لرم. یوه ورځې مې چغې او نارې نه دې کړې.»
سره له دې چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د نوماندانو تر منځ لفظي بریدونه کېږي او کومه نوې خبره نه ده، خو یو شمېر هېوادوال او شنونکي بیا د نوماندانو تر منځ پر روانو ناندریو نیوکه کوي او وايي، نوماندان دې په خپلو کې د لفظي بریدونو او نیوکو پر ځای، خپل راتلونکي پروګرامونه خلکو ته تشريح کړي.
د کابل ښار اوسېدونکی فیصل حامد سرخط ته وویل، د ولسمشري نوماندان دې هڅه وکړي چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال پر یو بل له نیوکو او لفظي بریدونو تېر شي او پر ځای دې یې خلکو ته روښانه کړي چې د راتلونکي لپاره یې کوم پروګرامونه لري او څنګه یې عملي کولای شي.
د هغه په وینا، افغانان اوس په پټو سترګو چا ته رایه نه ورکوي او نوماندانو ته په کار ده چې د لفظي بریدونو او نیوکو پر ځای خلکو ته د هغوی او هېواد د راتلونکي په اړه ډاډ ورکړي.
په همدې حال کې مدني فعال حبیب الله احساس بیا باور لري چې ځینې نوماندان، په تېره بیا د مخکني او اوسني حکومت چارواکي د خپلو نیمګړتیاوو، کمزوریو او تېروتنو د پټولو لپاره هڅه کوي چې پر یو بل نیوکې او لفظي ګوزارونه وکړي.
دی وايي، د ولسمشري نوماندان دې په ټاکنو کې له منفي رقابته تېر شي او خلکو ته دې روښانه کړي چې تر اوسه یې د هېواد لپاره څه کړي او په راتلونکي کې کوم پروګرامونه لري.
د احساس په وینا، که د ولسمشري نوماندان د خپلو پروګرامونو او برنامو وړاندې کولو پر ځای، پر یو بل لفظي بریدونه کوي، په اصل کې خپل پروګرام نه لري او غواړي په دې له خلکو سره چل وکړي او د هغوی رایې خپلې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشري ټاکنو لپاره ۱۸ کسان نوماندان دي او ډېریو یې لا هم ټاکنیزې سیالۍ نه دې پیل کړې، خو افغانان هیله لري چې ټول نوماندان په خپلو کې مثبت رقابت وکړي او دغه راز د ټاکنو د پایلې تر اعلان وروسته د خلکو ارادې ته درنښت ولري او د تېر په څېر هېواد له کړکېچ سره مخ نه کړي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320