_رفيع الله روشن
کېدای شي دا ارزښتونه ستاسې د ژوند ملګري اوسي ، کېدای شي مور او پلار مو اوسي ، کېدای شي د راتلونکې پلانونه مو اوسي او یا هغه څوک چې تاسې ورسره ډېره مینه لرئ هغه اوسي.
ددغو ارزښتونو په له لاسه ورکولو هېڅ فکر مکوئ دا فکر کول مو تر دې پرېکړې ورورسته په مصیبتونو اخته کوي ،اندېښنې درته زېږوي چې تاسې یې په پاللو او کولو مجبوروي، د ژوند ځينې په لاس درغلي فرصتونه درڅخه تروړي او د ژوند ټولې هیلې مو قوت لایموت کوي.
هڅه مکوئ چې د یوه بې ارزښته شي د لاسته راوړلو لپاره ډېر ارزښتمن څه له لاسه ورکړئ،تر عمل مخکې سنجش ته ترجیع ورکړئ، بې ګودره په اوبو مه ورګډېږئ کنه نو پرته له شکه به مو د هلاکت باعث شی.
مینه له هغه چاسره وکړئ چې هغه له تا ډېره مینه له ځانسره ولري تر څو ځان ورباندې ګران نه وي تاته هېڅکله مینه نشي درکولی ، کله چې د ځان په ارزښت وپوهېده نو ستا د احساس په درناوي خپله پوهېږي.
ستاسې وخواته دیوچا تمايل د هغه په مجبوريت مه حسابوئ ، دځان ارزښت يې وګڼئ،ځکه شاید په چاپېريال کې يې نور هم څوک وي خو دا چې تاسې ته زړه درکوي،ارزښت به يې درکې ويني.
له چاسره چې مينه لرئ، په هېڅ پوښتنه او کړنه يې شک مه کوئ، د هرې پوښتنې ځواب يې هڅه وکړئ ژر ورکړئ، ځکه امکان لري ستاسې په ځوان کې د هغه د ارواح خوښي نغښتې وي.
ډېر کله د زړه خبره په ژبه راوړئ، د زړه او ژبې ترمنځ دومره واټن نشته خو که تاسې خبره په زړه کې وساتۍ دا واټن په کلونو هم ته طی کېږي.
مينه هغه جنګ دی چې هر څوک یې د کولو لپاره چمتو وي اومینه هغه قرباني ده چې هرڅوک یې ورکوي.
نو مینه وکړئ خو وینه مه تویوئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320