محمدروښان ښاد ـ
د سولې مشورتي لویه جرګه ګڼې او هر اړخیزې ښېګڼې لري. لومړۍ ښېګڼه یې داده چې د نوي افغانستان انځور سیمې او نړۍ ته ور وړاندې کوي. د نوي افغانستان په دې مانا چې اکثره ګډونوال یې ځوانان دي او دا ځوانان د کوم حزب او سمت په استازیتوب په انتصابي توګه نه دي غوره شوي بلکې دا د افغانستان د ولس له لوري د دوی په استازیتوب انتخاب شوي او دغې جرګې ته را استول شوي دي.
د جرګې بله ښېګڼه داده چې یو شمېر هغو کړیو او افرادو چې دا څو لسیزې یې د افغانستان هر څه انحصار کړي او ولس یې منزوي کړی وو، دوی فکر کاوه چې لا هم دوی خپل اغېز او نفوذ لري او په همدې خاطر د ولس د ارادې پر وړاندې ودرېدل او د سولې مشورتي لویې جرګې د سبوتاژ کولو هڅه یې وکړه، اعلامیې یې ورکړې او جرګه یې تحریم کړه، دوی فکر کاوه د دوی له څرګندونو، اعلامیو او تحریمونو سره به د جرګې جوړېدل لغوه او یا هم له ستونزو سره مخ شي، مګر پرون ټول ولس شاهد وو چې د دوی له ګډون پرته جرګه په لا ښه توګه جوړه شوه.
د سولې مشورتي لویې جرګې بله او مهمه ښېګڼه داده چې دلته د افغانستان له بېلابېلو سیمو، کلیو، بانډو او اقشارو څخه د ولس منتخب استازي راغلي او دوی د ولس په مهمه هیله او غوښتنه چې تلپاتې سوله ده بحث کوي. دوی به د خپلو بحثونو پایلې، پرېکړې او مشورې له ولس سره شریکوي. دوی به وسله والو طالبانو او افغان حکومت ته د سولې د مذاکراتو لپاره چوکاټ او لار نقشه برابره کړي .
د دغې جرګې بله ښېګڼه داده چې د هیواد له بېلابېلو برخو څخه راغلي د ولس منتخب او ځوان استازي یو له بل سره پېژني، یو د بل له حال او ستونزو خبرېږي. یو د بل هیلې او غوښتنې درک کوي او د دوی دغه پېژندنه هم د ملي وحدت، هم د ملي تصامیمو او هم د ملي ګټو لپاره ارزښتناکه ده. ولسمشر غني همدېته په اشارې پرون په خپله وینا کې وویل: ”کوچکترین دستاورد لویه جرگه این خواهد بود که سه هزار افغان از چهار گوشه مملکت با هم آشنا میشوند و این برای تحکیم پایه های دولت ملت بسیار مهم است. بسیار مهم است. “
افغانستان که له یوې خوا د موسمونو، قومونو، ژبو او فرهنګونو متنوع هیواد دی او دغو رنګارنګیو زموږ د وطن او ولس ښکلاوې زیاتې کړې دي، نو له بل لوري خپلو مشترکاتو موږ بیا داسې سره اغېږلي یوو چې هیڅ زمان، مکان، زور او زبرځواک مو نشي سره بېلولی، ځکه دا ولس په وحدت ټینګار باور لري او همدغه وحدت خپل قوت بولي. د ولسمشر غني په خبره: ” خاک مشترک – تاریخ مشترک – دین واحد – زبان واحد و مشترک – فرهنگ مشترک – درد مشترک و صد ها مشترکات دیگر داریم به همین خاطر است که وقتی کسی به جرگه دعوت میشود احساس بیگانگی نمیکند و فکرمیکند به دیدن آشنایی از یک گوشه ای دیگر میهن می شتابد.“
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320