اېمل پیاوړی_
د کب په ۱۸ د روغې جوړې عالي شورا د رهبرۍ لومړۍ غونډه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر غني په مشرۍ چې د سیاسي او جهادي رهبرانو، علمای کرامو، ځوانانو، د مدني ټولنې، د ښځو، د خصوصي سکتور ، د قضایه قوې محترم استازو او دغه راز د مقننه قوې رئیسانو سره له دوه میاشتنیو سلا مشورو وروسته تشکیل شوه خپله لومړنۍ غونډه وکړه.
د دغې شورا د جوړېدو موخه داده چې نړۍ او سیمې ته وښیي چې افغانان د سولې غوښتونکي دي. دوی د سولې په برخه کې د خپل دولت تر شا ولاړ دي او ملاتړ یې کوي، ځکه هر ځل چې افغانانو په ګډه اقدام کړی نو شهکارونه یې کړي، زبرځواکونه یې مات کړي، بریا ته رسېدلي او نیکمرغي یې په برخه شوې ده. دا ځل د سولې لپاره هم ټول افغان سیاسیون او د بېلابېلو اقشارو استازي په یو غږ د سولې غږ ته لبیک وایي او د دغې شورا رهبري به د سولې د مذاکراتو په اړه مذاکره کوونکي پلاوي ته وخت پر وخت نېکې مشورې ورکوي او د تصامیمو په برخو کې به ورسره همکاري کوي.
جمهوررئیس غني دغې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ”جای خوشی و افتخار است که بهخاطر رسیدن به آرمان مقدس مردم افغانستان یعنی صلح، زیر چتر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، رهبران حکومت و رهبران سیاسی و جهادی بیرون از چارچوب حکومت و نمایندگان دیگر اقشار اجتماعی کشور با اتحاد و اتفاق همراه با ملت خود، بهخاطر پيشبردن پروسۀ صلح، در یک صف واحد قرار دارند و با اتفاق کامل بهخاطر آیندۀ بهتر کشور مان در مورد اهداف این پروسه و همچنان ترکیب تیم مذاکره کننده، فیصلههای مهم را انجام خواهیم داد.“
د دغې سیاسي اجماع رامنځته کېدل او توافق د سولې په اړه د ټولو د اجماع شتون ښیي او دا په دې مانا ده چې هیڅ افغان هم د سولې مخالف نه دی او ټول کوښښ کوي چې د سولې په تامین کې خپل امکانات شریک کړي. ولسمشر غني وویل،”زه یو ځل بیا د ټولو محترمو مشرانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو له استازو څخه مننه کوم چې په ډېر صداقت او نېک نیت یې دغې جلسې ته تشریف راوړی او ګډون کوي، تر څو وکولای شو چې د خدای تعالی په فضل او د دغه مشرانو په همکارۍ او مرسته افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدو او زموږ په ګران وطن کې وینه توئېدنه بنده شي.“
ولسمشر غني په تېرو میاشتو کې له بېلابېلو اقشارو سره د سولې په اړه شویو مشورو ته په اشارې وویل: ”طبعا، په دغه ناسته کې د ټولو مشرانو خوښه ده چې په کوم ډول او په کومو معیارونو د مذاکراتي ټیم لپاره غړي ټاکي، خو هغه معیارات چې په تېرو میاشتو کې افغان ولس راسره په مشورو کې شریک کړي دي، هغه ته باید جدي توجه وشي. مثلا، د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې په واضح ډول د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په ضد غږیږي، د نظام په ضد غږیږي او د ولسواکۍ پروسې په ضد غږیږي او دا هم باید یقیني کړو چې مذاکراتي ټیم باید د افغانستان نویو واقعیتونو ته په کتو د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنې او د نورو مطرح اقشارو استازیتوب هم وکړای شي. “.
د دغې شورا ارزښت په دې کې دی چې د سولې په اړه مختلفې اوازې او ګونګوسې به ځواب کړي. ټول به په متن کې قرار ولري، هیڅوک به د بې خبرۍ، منزویتوب او محرومیت احساس ونه کړي، ټول به په پرېکړو او تصمامیو کې شریک وي. د سولې په اړه به واحد دریځ او واحد لیدلوری ایجاد شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320