ژبنۍ اړیکې / محمد مصطفی سمون

0 836
علوم په ټوله کې د رنګارنګیو څخه ډک دي؛ خو دا رنګارنګي د وخت له غوښتنو سره سم خپلې لارې وهي، چې په دې کې یو هم ژبپوهنه ده.
ژبپوهنه علم دی، چې مرکزي محور یې ژبه ده، یعنې د ژبې له خوځښت سره موږ له نویو ژبنیو اړیکو سره اشنا کیږو.
ژبپوهنه په لومړي سر کې موږ له ادبیاتو څخه لرې ساتلې، چې ژبپوهنه علم دی؛ نو په شته خبرو کې یې بله خبره امکان نلري.
داسې نه ده، ځکه چې په ژبپوهنه کې هم یو کلمه استعاره، کنایه، تشبیه او سیمبول کېدای شي. د ژوند له تحول سره په هر څه کې بدلون روان دی. دا ځکه چې بدلون د نوښت او پرمختګ سره نورې لارې هم پرانیزي. اوس دا خبرې پلټل کیږي، چې ژبه د انساني ژوند له ټولو اړخونو او علومو سره اړیکه لري که یوازې د وینا تر حده محدوده ده؟ د دې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د ژبې په وسیله د وینا ترشا هغه پټې زاویې سپړل دي، چې د همدې ژبپوهنیزو اړیکو له مخې د نورو علومو  سره څېړل کیږي. دا خبره ورو ورو په اثبات هم رسیږي.
دا ځکه چې اوسنی ژوند په یو محور د راټولېدو په هڅه کې دی، چې علوم سره غاړې غړۍ شي.
مخکنی وچ فکر د ژبې په اړه اوس په اړیکو اوښتی، یعنې ژبه اوس له ټولنپوهنې، ارواپوهنې، طب، فزیک، ریاضي او نورو علومو سره په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه مطالعه کیږي.
پخوا علوم تیت و، یعنې یو ژبپوه به له نورو علومو سره اشنایي درلوده. که موږ د مذهب، فلسفې، منطق، ادبیاتو، حقوقو یعنې په ټوله کې د ټولنیزو علومو تاریخي سیر ته ځیر شو، په سر کې به د سقراط ، افلاطون، او ارسطو نومونه مخې ته راشي.دا ځکه چې هغه وخت زده کړه افقي وه؛ یعنې په پاسنیو یاد شویو پوهو کې څه نا څه معلومات یې درلودل، چې دا د دوی په افقي علم دلالت کوي. بیا د اتلسمې پیړۍ څخه علوم تخصصي شول یو فرد به د خپل مسلک د یوې برخې متخصص و. اوس بیا معلومات افاقي لوري ته روان دي،  فرد باید په هر څه کې تر خپله وسه پوه ولري؛ یعنې د ښه لیکوال، طبیب، اقتصاد پوه ترڅنګ تاریخ، فلسفه، مذهب، ارواپوهنه، ټولنپوهنه کې هم معلومات ولري، چې همداسې ده، هر فرد د خپل مسلک ترڅنګ دې نورو علومو ته هم ضرورت حس کړی؛ نو ځکه ژبه د ټولو علومو په وصلېدو کې ستر رول ترسره کوي، د ژبې تحولي حالت هم د انساني ژوند له غوښتنو سره سم سازګار  روان دی، چې په دې برخه کې د ژبې د څېړنو او سپړلو لپاره نوي موضوعات لاس ته راځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply