Browsing Category

لنډې کیسې

کبرا

خبریال میک ور نږدې کړ، جینۍ وویل: زه کبرا نومېږم، دولس کالنه یم د لغمان ... جینۍ ناڅاپه منډه کړه، مخامخ سپین فورنر ته ودرېده، شیبه وروسته نری ځوان له موټر را ښکته شو، د کیلو رېړۍ…

راګرځېدلی زمان

ښه مې په یاد دي، لکه همدا اوس او همدا شېبه؛ په درانه او خواږه خوب ویده وم. چې مېرمن مې په نیمه شپه کې له خوبه راکېنولم. ـ وادې ورېدل؟ خوبولی او زنګېدلی له خوبه راپاڅېدم. سترګې مې…

بهانه

له خپلې میرمنې او لور سره مې ژمنه کړې وه، چې تیاتر ته به ځو. باید د شپې له اتو بجو د مخه کورته رسیدلی وای او دوی مې راسره بیولي وای. په یوه محفل کې بند شوم، چې پام مې شو اته نیمې…

لونګینه

تېرماښام و، جمال د کوټې د کړکۍ خوا ته غلی ولاړ و. مخامخ ورته د ژۍ په سر لوی د سیل پارک ښکارېده. خال خال څراغونو د پارک خاموشۍ ته یوڅه ماتې ورکړې وه. لاندې خاموشه کوڅه، یواځې د…

سوځيدلې بورا

سهار وختې نرس په وارخطایي ډاکتر قیوم ته وویل: ېوه ناوې ناروغه یې راوړه که ته راشي. ښه به وي. باید د معدي د پریمنځلو له پاره یې غم وخوړل شي. ډاکتر په بیړه د خپل سپین کمېس تڼۍ…

بد عمره نجلۍ

قاتل مې ورور زه بې ګناه يم ډولۍ راغلې ما سوره کې ورکوينه په يوه کلي کې يوې سپين سرې کونډې له خپلو څلورو لورګانو او يوه زوی سره يوځای ژوند کاوه. د کونډې زوی احمد نوميده چې ډېر…

ایمرجنسی روغتون

ایمرجنسي روغتون کې یواځې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته کوالی شې چې خپل ناروغ وګورې، زه هم تر ډوډۍ خوړلو وروسته روان شوم، یوه نیمه بجه به وه، چې هلته ورسیدم، دروازه کې ډیر خلک…

تشه پنجره

عبدل شنه وړه چاينکه چې ځای، ځای يې رنګ تللی او پټ زنګ وهلی مخ يې ترې ښکارېده راجيګه کړه، تشه وه خو بيا يې هم د بې کونډې پيالې چې له لاندې اړخه پرې د سور رنګ ټاپه وه، د ډکولو هڅه…

خاوند پلورنځی

  د امریکا په نیویارک ښار کې د خاوند پلورنې یوه مغازه پرانیستل شوې ده ، چې مېرمنې کولای شي هغه ځای ته لاړې شي او د ځان له پاره یو خاوند وټاکي . د مخامخ دروازې د پاسه د لارښوونې په…

کثافت دانی

هغه د یوه بنګړي په شان ماته ماته او ستومانه، تخت باندې پرته وه. شېبه مخکې له دفتره راغلې وه. په کوټه کې بد بوی خور و، خو هغه نپوهېده، چې کوټې ته بوی له کومې خوا راځي؟ د لوږې…