غزل/ سپوږمۍ
هــى د سترګو طلبګاره
بې ارزښــته خريداره
دنيا ټوله مســته مســته
يوه زه يم بې خـــماره
په خندا دې شوم غلطه
وه بې مينې جــــفاکاره
چې دې وو په زړه کې کاڼي
ځه اوس ګرځه بې ديداره
سرې لمبې او سورتنور دي
له دې غره نه هم تر ښاره…