حکومت د کابل لهپاره نوی امنیتي پلان داسې مهال برابروي چې ټیکاو یې عملاً د داعش او طالبانو له خوا ننګول شوی او د ښار په هره سیمه کې د دغو وسلهوالو د پټې شونتیا لیدل کېږي. د کابل ښار له لوېدیځه تر ختیځه په وروستیو عملیاتو کې د وسلهوالو د پټې څرکونه او خوندي ځایونه په ډاګه شول او لېرې نه ده چې د ښار په ډېرو نورو برخو کې د دوی وسلهوال د خلکو په کرایه شویو کورونو کې پټ وي. د شا و خوا ۶ میلیونه اوسېدونکيو ښار نه په سیمټي دېوالونو خوندي کېږي او نه هم د سړک پر سر په خوبوړیو پولیسو او د هغوی په پوستو او مرکزونو.
له تېرو ۱۵کلونو راهیسې د کابل په واټونو کې تر ۲۰۰ ډېرې پوستې جوړې شوې، خو لس پوډریان یې هم نه دي نیولي چې د اغېزناکتيا د بېلګې په توګه یې وښيي. په هر کیلومټر واټن کې دغه جوړې شوې پوستې پخوانیو چارواکيو د خپلو یارانو او خپلوانو لهپاره جوړې کړې چې د هلمند او کندوز له جګړو یې لېرې وساتي. د غیر رسمي شمېرو پر اساس تېر کال د کابل د ښار په سړکونو جوړو شویو امنیتي پوستو کې تر ۲۰۰ ډېر رنجر موټرونه او له ۱۰۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې پولیس د ورځې له خوا بوخت وو، خو د شپې پوښتنه یې مه کړئ.
د اوس لهپاره ښکاري چې د دغو پوستو اصلي دندې د لارو بندول، د کوڅو تړل، د خلکو ځورول، بېعزته کول، د کلیوالو خلکو او لونګۍلرونکو سپکاوی او هر کس ته د رکیکو کلمو کارول دي. کېدای شي د نړۍ په هیڅ دغه ډول جګړه کې را ګیر هېواد د پلازمینې امنیت نیولو ته دغه ډول پلان نه وي نیول شوی چې تر ۲ زره پورې پولیس دې هسې په سړکونو کې کلونه کلونه ودرول شي چې هر دوست او دښمن ته یې د شمېر، کرکټر، وړتیا، امکاناتو او موقعيت په ګډون د هر څه په اړه مالومات وي چې په اسانۍ سره ترې مخالف لاره کږه، معاملهګر ته جوړ جاړۍ اسانه او زورور ته دې ولاړ پولیس لاس په نامه وي.
که د نوي پلان خبره کېږي اول باید د پلازمېنې په بازارونو او له ګڼې ګوڼې ډکو بازارونو لکه پامیر سینما، سرچوک، پل خشتي جومات، جاده، او ورته نورو سیمو کې د تل په مخه د واسطهلرونکو پولیسو کانټینرونه او پوستې ختمې شي او دوی دې د جګړې ډګرونو ته واستوي. د کابل هر ښاري کېدای شي هره ورځ له کوره تر ښار او دفتره له لسو ډېرو پوستو تېر شي، خو په یوه پوسته کې هم په تېرو ۱۵کلونو کې کوم وسلهوال و نه نیول شو؛ نو ښکاري چې دا پلان له سره تر بېخه ناکام دی او د منابعو ضایع کول دي.
د دې پر ځای دې خوځنده یا متحرکې تالاشۍ د ښار په ځینو برخو کې د څو ساعتونو په مخه جوړې او دغه پر سړک پروت پولیسي ځواک او امکانات دې هغو سیمو ته واستول شي چې بېړنۍ اړتیا ورته لیدل کېږي. البته د دغو واسطهلرونکو د پیداګرۍ د دې مرکزونو له منځه وړل به د کورنیو چارو وزیر ته له شکه پرته ننګونه وي، خو په نوي امنیتي پلان کې باید ښاریان په خپل چم ګاونډ کې ښکاره بدلون وګوري.
د ښار تر نیمايي ډېره ګڼه ګوڼه او تر نیمايي ډېرې د ناامنۍ پېښې د همدې پر سړکونو ویده پولیسو له کبله را منځ ته کېږي. د نوي امنیتي پلان پر اساس باید د خلکو د اوسېدو په سیمو کې پټ او ښکاره امنیتي کسان ځای پر ځای شي او استخباراتي پرسونل دې د خلکو د اوسېدو په سیمو کې لا زیات او فعال شي. له بله اړخه پلازمېنه د داسې امنیتي کمرو ځای پر ځای کولو ته اړتیا لري چې هر پلی او سپور یې په کوڅه او سړک وڅارل شي. د معاصرې نړۍ په ټولو ښارونو کې هره کوڅه په امنیتي کمرو سمبال ده چې د ان د کوچنیو جرمونو مخه یې ډب کړې او د کابل په څیر له سترو بریدونو اغېزمنو ښارونو کې د غه ډول کامرې د خلکو د ژوند په مانا بلل کېږي.
د دغو کامرو نصبول کېدای شي یوې غوښنې بودیجې ته اړتیا ولري، خو له شکه پرته د دوست او دښمن څرک په اسانه مالومولای او د ناامني په کمېدو کې ښکاره اغېز لرلای شي. د نوي امنیتي پلان له مخې دې پر استخباراتو او امنیتي دوربینونو تمرکز زیات او د ښار په څنډو کې دې د دښمن هغه پټنځایونه مالوم شي چې دښمن یې د کابل په خېټه کې بریدونه تنظیموي. په افغانستان کې هغه مقوله سمه نه برېښي چې ولس دې له حکومت سره همکاري وکړي، ځکه په ډېرو برخو کې له حکومت سره همکاري کول ځان ته د کار کتلو په مانا ده او پولیسو په اصلي کس چې په اړه یې مالومات ورکول شوي، سترګې پټې کړې او مالومات ورکونکی یې را ټینګ کړی دی. پر دې اساس دې حکومت له خپلو امکاناتو ګټه پورته کړي او د مسلکي کدر په ګمارنه دې له نوې ټیکنالوژي څخه د امنیت په ټیکاو کې ګټه پورته کړي.
تیر کال په کابل کې د زنبق له خونړي ټانکري برید وروسته د کابل لپاره هم نوی پلان عملي شو، چې پربنسټ یې د ښار په مرکزي سیمو کې پر ډیرو سړکونود لویو موټرونو د تګ راتګ مخه ونیول شوه او خلک له نویوخنډونو او پیچلو ننګونو سره مخامخ شول. د ښار په زړه کې پرمهمو دولتي او بهرنیو ادارو دسترو بریدونو د مخنیوي په موخه یوشمیر سیمې د زرغونې سیمې په نامه شوې او چارواکيو وویل چې د وزیر محمد اکبرخان او شا و خوا سیمو ته به بهرني دفترونه راغونډ او یوه محافظتي سیمټي او بشري امنیتي کمربند به ترې را تاو شي. د هغه پلان لهپاره ولسمشر غني د کابل ښار له بېلابېلو اقشارو سره ناستې وکړې او وپتېیل شوه چې د زرغونې سیمې په نوم سیمې ته دې ټولې بهرنۍ ادارې را غونډې شي چې له امکانه لېرې ښکاري. دې کار په عراق کې نتېجه ور نه کړه او هلته ترهګرو د امنیتي کمربندونو د نړولو لهپاره زورورو چاودنو ته مخه کړه چې حکومت پخپله د سترې ویجاړۍ د پېښېدو سبب شو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320