د تېرې جنوري مياشتې پر شلمه يوې ډلې ځانمرګيو بريدګرو د کابل پر انټرکانټيننټل هوټل ډلهيز ځانمرګي بريدونه پيل کړل چې د دا بلې ورځې تر ماسپښينه يې دروام درلود.
په هوټل کې بهرنيو مساپرو او ځينو افغانانو ته چې يا په هوټل کې اوسېدل يا همداسې ورغلي وو، درنه مرګژوبله واوښته.
تر بريد وروسته دغه پېښه په هېواد کې د کېدونکو نورو بدو پېښو او فاجعو غوندې تېره او هېره شوه.
ملي امنيت ادعا کوي چې ځينې کسان يې نيولي دي، خو تر دغه بريد وروسته بيا نه ملي امنيت څوک رسنيو ته وښوو چې د دغه بريد په تړاو يې نيولی، نه يې له هغې ادعا پرته بل څه وويل چې په لومړي سر کې يې ويلي وو چې بريد حقاني شبکې تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه پلان کړی و.
ملي امنيت ايله دومره وکړل چې د يوه ځانمرګي پلار يې وموند، کامره يې ورته ونيوه او څو خبرې يې ځنې ثبت کړې، خو له دغسې بريد سره بايد داسې سر سري چلند و نهشي.
پرون سرخط د دغه بريد په اړه يو بل تحليل خپور کړ، په دغه تحليل يې کې د دغې پېښې د انځور ماتې ټوټې سره يو ځای کړې وې او داسې ځنې ښکارېده چې د بريد يو هدف د کانټيننټل مېشت ډاکټر وحيد پويان و.
د سرخط له شننې له ورايه ښکاري چې قوي احتمال دی چې پويان ژوندی دی، ځکه ويل شوي دي چې د پويان تابوت تش خاورو ته سپارل شوی دی.
سرخط ته، پويان ته ځينو نږدې کسانو ويلي چې د پويان په تابوت کې يوازې يو د سر هډوکی پروت و چې د هغه ډيايناې هم د پويان له ډيايناې سره هيڅ سر نه خوړ.
نو چې پويان دومره مهم و، پاکستان ته دومره مطلوب و، ډيايناې يې مېچ نه دی کړی، تابوت يې تش خاورو ته سپارل شوی او د پېښې يوازېنی شاهد چې د پويان له کوټې ژوندی وتلی او په کوټه کې پاتې نور ټول کسان شهيدان شوي، هغه کس ګډې وډې وايي؛ نو ولې بيا په دې اړه لږه هڅه نه کېږي؟
ولې داسې کس چې خپل ژوند يې د دې هېواد د ګټو لهپاره دومره په خطر کې کړی و، داسې په اسانه هېر کړل شي.
ولې دغه يوازېنی عيني شاهد نه نيول کېږي او کلکې پوښتنې نه ورڅخه کېږي؟
رسنۍ به دومره اوږد لاس او امکانات و نه لري، د هېواد استخبارات خو يې لري، ولې نه غواړي چې دغه موضوع وڅېړي، و يې ارزوي او نقشه يې پيدا کړي.
ملي امنيت کولای شي د پېښې د يوازېني ژوندي شاهد ټلېفوني اړيکې واوري، له پويان سره يې څه ويلي وو، تر هغه مخکې يې له چا سره اړيکې نيولې وې، د بريد پر مهال يې له چا سره اړيکې نيولې دي، و يې پوښتي چې د بريد پر مهال څنګه يوازې دی له کوټې ووت، کومې خوا ته ووت، هلته يې له کومو ګارسونانو سره وليدل، هغوی خو هم ټول ژوندي دي، ايا د شاهد او ګارسون خبرې سره ورته دي؟
ملي امنيت کولای شي د هوټل د امنيتي کامرو عکاسي وويني. دوی د هوټل د دريو پوړونو عکاسي ګوري، خو څلورم پوړ چې دغه مهم کس پکې و او باور دا دی چې د بريد يو هدف دی هم و، ناديده او بابېزه بلل کېږي، ولې؟
موږ پر دې باور يوو چې دغه بريدونه ډېر په بېشرمي او سپين سترګي شوي دي او که لږ هڅه او څېړنه هم وشي، د کلاوې د تار سر استخباراتو ته په لاس ورځي.
پر دې بيا تر هغه لا پوخ باور لرو، که د کلاوې سر پيدا شو، هم به تر بريد د مخکېنيو سل پېښو عاملان پيدا شي، هم د پنځوسو نورو دغسې فاجعو مخه نيول شوې وي.
دغه پېښه بايد په هيڅ صورت بابېزه و نه بلل شي او پر موضوع د خاورو اړولو پر ځای دې وپلټل شي، کهنه سبا به خدای مه کړه بيا پر دغسې بله فاجعه يو بل ته اوښکې تويوو او يو بل به ملامت بولو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320