د احتجاجونو اعتراضونو څپې هله د بري تر پایناوه رسېدای شي، چې تر پيلولو مخکې یې په مدېریت ښه سوچ وشي او ابتکار عمل یې له هغو اشخاصو سره پاتې شي چې د وجداني درد له کبله یې د پيل کولو لومړی ګام اخستی وي.
په همدې تړاو;
زه چې د کوزني پښتون د قهر او قیام دا ولولې ګورم، طاقت یې ګورم، زړه مې او حواس مې وایي لکه چې د محکوم، مقبوظ او مظلوم پښتون د برخلیک توره پاڼه واوښته.
خو زه چې د قیام صورت حال ته ګورم یوه پټه بلا وینم چې په ډېر چل او هنر قیام ته د ننوتو هڅه کوي. دا بلا له یوې خوا ارمانجن قیاموال مایوسه کوي له بلې خوا خدای مکړه قیام ګمراه او له خپل مسیر منحرفه نکړي.
دا څه دي؟
دا د حامد میر وارو او د عمران خان وارو اشخاصو ویناوې.
پښتون عوام چیغې وهي; آزادي، مرګ پر ترهګر، موږ غلامي نه غواړو،
خو حامد میر او عمران خان لګیا دي وایي دنقیب مسید وژل جرم دی، راوانوار دې محکمه شي او دا د پاکستان قانون ته زیان رسوي.
دوی غواړي دا لوی انقلاب د راو انوار په پنجابۍ کوزه کې بند وساتي.
ګني دوی پوهېږي چې دا خلک د نقیب مسید جنازه یوازې د راټولېدو د تازه دلیل په توګه کاروي خو د ازادۍ چیغه ډېره په لوړ غږ ډېره له درده ډېره د لوی هدف ده.
پښتنو ملګرو خیال ساتئ، او سټېجونه د مکرجنو کالم لیکوالو، کرکټي سیاستوالو او دوکه بازو پښتون ټېکه دارانو پر مخ وتړئ.
بری مو نصیب شه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320