په نړۍ کې اویا او په سیمه کې پینځه پنځوس میلیونه وګړي دي

عبدالغفور لېوال

0 1,546

په نړۍ کې اویا او په سیمه کې پینځه پنځوس میلیونه وګړي دي.

ترلسو میلیونو یې خپل هویت او ژبه او تر شلو میلیونو پورې وګړو یې خپله ژبه بایللې.

تر ټولو لوی او یوازینی قوم دی، چې نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتو یې پر سیمه پردۍ ترهګرې ډلې ورتپلې دي.
ـ
په ټوله نړۍ کې یې تر هر بل چا، له دغو پردیو ترهګرو ډلو څخه، د سر ومال زیات زیان لیدلی دی.
ـ
نږدې شل میلیونه یې زده کړو ته لاسرسی نه لري.
ـ
سیمه یې په نړۍ کې شپږمه سیمه ده ، چې پریمانه خوږې روانې اوبه لري او د نړۍ لسمې برخې ته برېښنا او له اوبو سره تړلي تولیدات ورکولای شي، خو دوی پخپله تر نیمايي ډېر بې برېښنا، تږي او بې اوبو دي.
ـ
یوازې شل په سلو کې یې، نیم و نیمکله، پر خپله مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات لري.
ـ
په دوی پورې تړلې جغرافیه د نړۍ ترټولو بډایه زېرمې لري، چې لسګونه ټریلیونه ډالره ارزښت لري، خو د نړۍ تر ټولو ډېر مخدره توکي د همدوی په سیمه کې کرل کیږي او د نړۍ له هغو ولسونو څخه دی، چې نږدې نیمايي يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
ـ
له خپل هېواده بهر، په کار روزګار پسې د نړۍ له لومړنیو لسو سرګردانه ولسونوڅخه دی.
ـ
د شلمې او یویشتمې پېړیو تر ټولو اوږده، خونړۍ او پېچلې جګړه د همدوی پرسیمه تپل شوې ده.
ـ
د سړې جګړې پرمهال تر ټولو ډېر تلفات همدوی ورکړل.
ـ
سیمه یې د نړۍ په لومړۍ درجه جذابوجغرافیوکې راځي، چې د ګرځندوی لپاره په زړه پورې ځایونه لري، خو د نړۍ تر ټولو لږ عاید له ګرځندوی صنعت څخه همدوی لري.
ـ
د نړۍ شپږم ځوان نفوس ( ۶۰٪ – ۶۵۵٪ ) لري، خو د ګواښمنې کډوالۍ لپاره په نړیوال کچ دوهم یا درېیم زیان منونکی ولس دی.
ـ
په ټوله نړۍ کې لومړنی قوم دی، چې د پردیو له خوا پرې د ورتپل شوې ترهګرۍ په جرم توهین او تحقیر شوی، سپکاوی ورته شوی، وژل شوی، زنداني شوی او رټل شوی دی.
ـ
یو مهال په ټوله نړۍ کې دوه سترې ټولواکمنۍ ( اېمپراتورۍ) وې، یوه یې د ناپېلیون په مشرۍ په اروپا کې او بله یې د همدوی هغه په اسیا کې وه.
ـ
ژبه یې په نړۍ کې تر ټولو هنري او لنډ شعري فورم لري، چې ( لنډۍ، ټپه، مېسره، ټیکۍ …) نومیږي او یوازې د جاپانۍ ژبې هایکو یې سیالي کولای شي او بس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply