د سرخاکي په نينو عياشي؛
د طالبانو استخباراتي مسوول په ۱۱۱ميليونه افغانۍ دوه نجونې کړې
د طالب جګړهمارو لويه برخه د تارياکو او نورو مخدره موادو په قاچاق پايي او له همدې لارې په تر لاسه شويو عوايدو جګړې ته دوام ورکوي.
دوی په ډېری سيمو کې خلک په زور د کوکنارو کرلو ته هڅوي او بيا ورڅخه د عشر او زکات په نامه يا د ځمکو حاصلات اخلي او يا يې ورڅخه انډول نغدې پيسې.
طالبان له دې لارې په لاس ته ورغليو پيسو نه يوازې جګړه توده ساتي، بلکې له څه مودې راهيسې يې په همدې پيسو دويمو، درېيمو او حتا څلورمو ودونو ته ملاوې تړلې دي.
څه موده وړاندې په هلمند کې يوه طالب قوماندان له خلکو په ټولو کړيو شپږ ميليونه افغانيو دويمه ښځه کړې وه او تر هغه وروسته دا دی بل طالب چارواکی په يوولس ميليونه افغانۍ دوه پېغلې نجونې کوي.
دغه طالب چارواکی مولوي صاحب عبدالقدوس بريالی نومېږي او اوس په بادغيس کې د طالبانو د استخباراتو مسوول دی.
دی تر دې وړاندې د همدې ولايت د قادس ولسوالي لهپاره د کوټې شورا خپل نظامي مسوول ټاکلی او د بېګا يې نه درلودل، خو په لږه موده کې يې اوس دومره شته پيدا کړي چې ميليونه افغانۍ ورته هيڅ نه ښکاري.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې مولوي عبدالقدوس تېر کال په بادغيس کې يوه شپاړس کلنه نجلۍ په پنځه ميليونه افغانۍ وکړه.
ده له خلکو څخه د عشر او زکات په نامه پنځه سوه کيلو ګرامه تارياک ټول کړل او هغه ټول يې بيا خپل خسر ته د نجلۍ په ولور کې ورکړل.
وروسته ښاغلي عبدالقدوس د قادس په دره بوم سيمه کې يوه بله شپاړس کلنه نجلۍ په نښه کوي او د دې پلار ته بيا د نجلۍ په بدل کې شپږ ميليونه افغان ولور مني.
دی د دويمې نجلۍ ولور هم همداسې له خلکو څخه د تارياکو او د ځمکې د نورو حاصلاتو په عشر او زکات ټولوي او بيا ځان واده کوي.
له سيمې څخه تر لاسه شوي مالومات ښيي چې په دغه ولايت کې طالبان نه يوازې د تارياکو په پيسو پايي، بلکې په هغو پيسو يې هم جګړه توده او ودونه دوامدار ساتلي دي چې د بادغيس د پيستو له حاصلاتو په لاس ورځي.
دوی په بادغيس کې د پيستو پر ځنګلونو هجوم ور وړی او هر طالب قوماندان پکې ځان ته يوه برخه ځانګړې کړې ده.
کيسه يوازې پر همدې ځای نه ختمېږي، بلکې همدا قوماندانان بيا د ځنګلونو د هغو برخو په پيستو کې هم ونډه او حق لري چې د سيمې خلک يې حاصلات ټولوي.
دوی د حاصلاتو د ټولو پر مهال پر خلکو ګرځي، د عشر او زکات په نامه ورڅخه د خولې ګوله اخلي او بيا ورباندې يا ودونه کوي، يا ورباندې وسلې او مرمۍ اخلي چې بېرته ورباندې همدا خلک ووژني.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320