حکومت بيا د مار سوړې ته لاس ور اوږد کړ

0 646

په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه داسې لوبه کوي چې د باد لوري ته هم په خپله ګټه تغيیر ورکوي. د سیاست یو تعریف هم دا دی چې هر ډول فرصت په خپله ګټه تمام کړي. په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر اشرف غني خپل دوه نږدې ملګري، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزۍ او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک په دې موخه پاکستان ته واستول چې د بریدونو تر شا د هغو ډلو شواهد پاکستان ته وښيي چې د هغوی پر خاوره مېشت دي او افغانان وژني، خو پاکستان له دې فرصته داسې لویه ګټه پورته کړه چې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ په تېرو ۲ کلونو کې په ټپه درېدلې ډیپلوماسي یې بېرته را ژوندۍ کړه.

پاکستان وتوانېد له کابل سره بیا ډیپلوماسي پیل کړي او په لومړي ټس کې یې پر خپله خاروه د حقاني شبکې شتون رد کړ او په دویم ګام کې یې وکولای شو کابل قانع کړي چې دا هر څه د خبرو اترو په دوام روښانه کېدای شي.

یو خوا ولسمشر نارې وهي چې پاکستان ته په ننواتې نه ورځي، خو بل خوا یې د پاکستان هغه غوښتنه ومنله چې په تېرو ۲ کلونو کې یې د دوه‌اړخیزو، درې اړخیزو او څلور اړخیزو خبرو اترو د پیل له‌پاره کولې. پاکستان دغه غوښتنه ان د ټرمپ ادارې ته ایښې وه او د ام ای ۶ په ګډون یې له چین، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادونو هم په وار وار هیله کړې وه چې کابل ورسره خبرو ته کښېنوي. پاکستان له امریکایانو سور څراغ تر لاسه کړ، خو بريټانیې، چین او اندونیزیا پکې د منځګړيتوب منډې تودې وساتلې.

پاکستان د چانسونو هېواد دی، په هره پېښه کې یې بخت نېغ ولاړ وي او پنجابیان ترې مثبته ګټه پورته کوي. د پاکستان پر وړاندې په تېرو ۲ کلونو د ولسمشر غني له خوا په ټپه درولې ډیپلوماسي د اسلام‌اباد زړه ور چاودلی و، خو د کابل خونړي برید، اسلام‌اباد ته نوې ساه ورکړه او یو ځل يې بیا ډیپلوماټانو د کابل پر هوايي ډګر پښې کېښودې.
افغانستان تل د پاکستان د رښتینې مرستې په تمه د اسلام‌اباد دروازه ورټکولې، خو پاکستان د تل په څېر د همداسې یوه فرصت په لټه کې و چې د ولسمشر غني له حکومته بیا وخت واخلي او راتلونکي نږدې دوه کلونه افغان حکومت په هسې خوشې چټي وعدو تېرباسي.

پاکستان په تېرو څو میاشتو کې له بې‌ساري نړیوال په تېره بيا امریکايي سیاسي، اقتصادي او نظامي فشار سره مخامخ دی. په تېر یوه کال کې هم د سپینې ماڼۍ دروازې د دوی پر مخ تړلې وې او هم د کابل د ارګ او دوی خپل ټول وس کاوه چې دغه دړې یو ځل بیا د دوی پر مخ خلاصې شي. پاکستانیان له سیاسي اړخه هوښیار ډیپلوماټان لري او کولای شي له فرصتونو په ګټې اخیستو ژر د کابل، نوي ډیلي او واشنګټن داسې لنډمهالی باور خپل کړي چې دغو هېوادونو ته په ډېره سختي لاس ته ورغلی وي.
اسلام‌اباد له ریاض، لندن او بیجینګ سره نه شلېدونکې اړیکې لري او له کابل سره په دغه ساړه فصل کې یې ټولې وکارولې.

افغانستان د کابل د بریدونو اسناد اسلام‌اباد ته ور وړل، خو پاکستان کابل ته د خپل پلاوي د استولو غوښتنه وکړه او دلته یې بیا د ګډو پلټنو د تر سره کولو د کار ډلې د را منځ ته کولو غوښتنه وړاندې کړه. پاکستان وکولای شوای چې هم له کابل سره د خبرو اترو دوه اړخیز چینل پرانیزي او هم د ګډو تحقیقاتو د کمېټې په رامنځ ته کولو سره د ډېورنډ ها غاړې هر ډول کړنې پر افغان غاړې ور وتپي.
پاکستانیانو تل هڅه کړې چې د ډېورنډ د کوزې غاړې په هر ډول وسله‌والو پېښو کې د افغانستان او ورسره د هندوستان پښه را کاږي. اسلام‌اباد له کابله غوښتي چې دواړه هېوادونه باید پر یوه او بل د تورونو لګول بند کړي او په ګډه د هر ډول بریدونو د پلټنو له‌‌پاره لاس په کار شي.

پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو کې د دغه ډول ګډو کمېټو غوښتنه کړې او په دې پوهېږي چې د افغانستان د ملي امنیت اداره هغومره له مسلکي او تخنیکي اړخه پیاوړې نه ده چې ودې کولای شي په یوازې سر پر پاکستان یو څه ورثابت کړي او په دې هم باور لري چې ای‌اس‌ای کولای شي، د افغانستان خلاف هر ډول ناسمې ادعا ته پاخه اسناد برابر کړي. د پاکستانیانو موخه له دغه ډول ګډو پلټنو دا ده چې دوی په افغانستان کې د هند د حضور او له دې خوا د دوی په خاوره کې د فعالیت په اړه لومړۍ یوه ادعا وکړي او بیا ورته د همدغه ګډ تحقیقاتي ټیم په چوکاټ کې د پلټنو لاره هواره او خپل اړین مالومات تر لاسه کړي.

افغانستان که دا ډول هڅه وکړي له امنیتي اړخه به یې د پاکستان تبر ته لاستی وراچولی وي. پاکستان ادعا لري چې هندوستان له افغانستان سره په ګډه د پاکستان د ناارامي په فکر کې دی او په دغه ډول ګډو تحقیقاتي ناستو کې به بیا د افغانستان غاړه ټوله ورځ د ځان په سپیناوي بوخته وي. اسلام‌اباد پلان لري چې د امنیتي اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې دوی په افغان خاوره کې د هند د هر ډول خوځښت په اړه پر وخت مالوماتو ته لاس رسی ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ویلي چې په کابل کې یې پلاوي له افغان غاړې وغوښتل چې د دوی خاوره دې د پاکستان ضد عناصرو له‌پاره نه کارول کېږي. د غه ډول اشارې د اسلام اباد له خوا ډېر کله پاکستاني طالبانو او هند ته کېږي چې افغانستان تل رد کړې دي. پاکستان اوس پر خپل دې بري خوښي ښوولې چې کابل ورسره د خبرو اترو د دوام او زیاتولو ژمنه کړې او ټاکل شوې چې راتلونکې دوشنبه او سه‌شنبه د دغو خبرو لړۍ په اسلام‌اباد کې پسې وغځول شي.

تر دې وړاندې پاکستان له افغانستان سره د پنځو دوه اړخیزو کاري ډلو د جوړولو غوښتنه کړې وه چې له ترهګري سره د مبارزې، نظامي اړیکو د رامنځ ته کولو، د استخباراتي مالوماتو د شریکولو، د تجاري او ټرانزیټي مسایلو د څېړلو او د کډوالو د بېرته ستنولو په چارو منظمې ناستې او خبرې اترې ولري.

افغانستان په کابل کې د خونړیو بریدونو له تر سره کولو وروسته د پاکستان پر وړاندې یو ځل بیا خپل سخت دریځ نرم کړ او هغه غوټه یې یو څه ور سسته کړه چې د ولسمشر ټرمپ له لوري د پاکستان له ستوني را تاو شوې وه، خو په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون چارواکي وايي چې پر پاکستان د فشار زیاتولو اوګوښه کولو تڼیو ته به هم له دې نوې ډیپلوماسي سره یو ځای ګوتې وروړي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply