عطامحمد نور ته، د خلیل زاد خبردای / رقیب سایل

0 934

ملي یووالي حکومت نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د بلخ ولایت والي عطامحمد نور له دندې ګوښه اعلان کړ او هم مهال یې دغه ولایت ته انجنیر داوود په نوم یو بل د اسلامي جمعیت ګوند غړی رسمي نوي والي په توګه ور وپيژاند.

له دې سره، په هېواد کې د اسلامي جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ ځینې اختلافات راپيدا شول، چې د ملي یووالي حکومت او د یاد ګوند ترمنځ  په ځلونو ناستې او مذاکرات وشوې، خو تر اوسه معقولې پایلې ته سره نه دي رسیدلي.

اسلامي جمعیت ګوند حکومت ته له ګڼو غوښتنو یو لیک وسپاره، چې لا تر اوسه پرې حکومت غلی دی او هېڅ یې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

 د حکومت او دغه ګوند ترمنځ، دا سیاسي کړکېچ تر نړۍوالو هم رسیدلی دی.

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر ښاغلي جان باس هم له عطامحمد نور څخه وغوښتل چې قانون او اصولو ته درناوی ولري، خو نور یې په اړه تند ځواب ووایه، چې بهرنیان د دوی خپل منځي مسایلو کې باید لاس وهنه ونه کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي نور بیا ـ بیا حکومت ته اخطارونه ورکړي، چې هېڅوک نه شي کولی تر څو دی د بلخ له ولایته ګوښه کړي.

اوس ـ اوس بیا ویل شوي، چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د دې مسئلې د حل لپاره، په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد افغانستان ته راغلی.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، ښآغلي خلیلزاد د بلخ لرې کړای شوي والي عطاء محمد نور ته خبرداری ورکړی، چې زر تر زره له ولسمشر غني سره خپله لانجه هواره کړي، کنه نو د بهرنیو ځواکونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

تر دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رییس ویلي و، چې که عطامحمد نور بلخ پرې نه ږدي نو دا به د سپین ږیري ولسمشر بې عزتي وي.

وايي چې انجنیر داوود ته دې یو وار د یوې اونۍ لپاره اجازه ورکړل شي او وروسته دې بیا اسلامي جمعیت ګوند بل والي معرفي کړي.

د ټرمپ استازی ښاغلی خلیل زاد تیره ورځ په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

نوموړي خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې عطاء محمد نور باید نور پوه شي چې افغان حکومت او د هغوی بهرني ملاتړي تر دې زیات د هغه په وړاندې صبر او حوصله نه شي کولی.

د خلیل زاد په خبره، چې کیدای شي عطاء محمد نور هم له بهرنیو ځواکونو سره مقابلې ته زړه ښه نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې “هغه یو هوښیار سړی دی، دا به لویه تیروتنه وي چې د بلخ والي به د بهرنیو ځواکونو د مقابلې توان ولري، او نه هم کیدای شي ددې اړتیا پېښه شي چې د ناټو ځواکونه دې د ولسمشر غني پرېکړه په عطاء محمد نور باندې په زوره ومني.”

بل خوا ښآغلي خلیل زاد بیا د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي” دوی ناسم حسابونه کوي او تیروتلي دي، د ناټو ځواکونه به هیڅ چاته اجازه ورنکړي،چې افغانستان کې یو ځل بیا ملوک الطوایفي حکومتونه جوړ کړي او یاهم هره ډله د خپلو ګوندي ګټو لپاره زمونږ ټولو مصالح په خطر کې واچوي.”

د خليل زاد تر دې تندو نیوکو وړاندې، د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم ګواښلی و، چې ورپسې امریکاېي الوتکو په شبرغان کې د جنرال دوستم کورباندې صوتي بمونه وغورځول او جنرال دوستم یې بیرته آرام کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply